اېشوریا راید هندوستان فلمي صنعت یا بالي ووډ وتلې فملي ستورې او پخوانې مس ورلډ (د نړې ښاېسته ښځه) اېشوریا رای بچن او د هغې اته کلنه لور د کرونا ناروغۍ رغیدو وروسته د هسپتال نه کور ته تللي خو خاوند ابهېشک بچن او خسر امیتابچن لا هم په روغتون کې دي او د کرونا علاج یې روان دی.
د اېشوریا رای د رغیدو خبره د هغې میړه ابهېشک بچن نن په خپل ټوېټر کړې. ابهېشک بچن او د هغې پلار او وتلی فلمي ستوری امیتابچن دوه اونۍ وړاندې په کرونا وایرس اخته شوي وو.
د کال ۱۹۷۰م راهسې امیتابچن تر ۲۰۰ پورې فلمونو کې کار کړی او د جولایي په ۱۱مه نېټه یې د کرونا ټېسټ یا معاېنه مثبته راغلې وو.
په هندوستان کې د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي کمپاېن کې امیتابچن پخپله هم ګډون درلود او خلکو ته به یې د ماسکونو په مخ کولو او په کورونو کې د پاتې کیدو ویډیو پېغامونه ورکول.
که څه هم په هندوستان کې د روان کال په شورو کې د نړۍ سخت لاک ډاون یا ټول بند لګول شوی وو خو په هند کې د کورنا ناروغانو شمیره ورځ تر بله په زیاتیدو ده.
په هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمیره د(۱.۴ میلینه) ۱۴لکه ۳۵ زرو نه سېوا شوې او د امریکا او برازیل وروسته د نړۍ دریم هیواد دې چې د کرونا زیات ناروغان لري.