لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اعتزاز احسن :د صدر د استثنا له امله په وزيراعظم دعدالت دسپکاوي کيس نۀ جوړيږي


بيرسټر اعتزاز احسن خپل دا دريځ يو ځل بيا تکرار کړى چې دپاکستان صدر اصف علي زرداري ته دارټيکل 248 لاندې مکمله استثنا ترلاسه ده.
بيرسټر اعتزاز احسن خپل دا دريځ يو ځل بيا تکرار کړى چې دپاکستان صدر اصف علي زرداري ته دارټيکل 248 لاندې مکمله استثنا ترلاسه ده.

د پيپلز گوند مشراو دعدالت دسپکاوي کيس کې دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني وکيل بيرسټر اعتزاز احسن خپل دا دريځ يو ځل بيا تکرار کړى چې دپاکستان صدر اصف علي زرداري ته دارټيکل 248 لاندې مکمله استثنا ترلاسه ده.
اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبروپه مهال اعتزاز احسن وويل دۀ پسې منسوب دا بيان سم نۀ دى چې گنې پرويز مشرف ته استناترلاسه نۀ وه او وې وئيل دشروع څخه زما دا دريځ دى چې په مشرف سول مقدمه وه او په دغه مقدمې کې هغه ته استثنا نۀ ده ترلاسه، خو په صدر زرداري فوجداري مقدمې دي چې پکې هغه ته مکمله استثنا ترلاسه ده او دغه استثنا احتساب عدالتونو منلې ده.
هغه زياته کړه چې دويانا کنوينشن لاندې سوئيټرزلينډ کې هم صدر ته تر هغې استثنا ترلاسه ده ترڅو چې هغه دصدارت په چوکۍ ناست وي.
د صدارتي استثنا په اړه دچيف جسټس دعدالتي څرگندونو په حواله ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل کله چې زما په وړاندې دا خبره وشي نو زۀ به دقاضيانو دپوهولو هڅه کووم.
کله چې اعتزاز احسن څخه وپوښتل شول ايا وزيراعظم به دعدالت دسپکاوي لړ کې بخښنه وغواړي نو هغه وويل صدر ته داستثنا ترلاسه کيدو له امله دوزيراعظم لخوا سوئس چارواکو ته خط نۀ ليکل دعدالت سپکاوى نۀ جوړيږي، ځينې خبرې دپردې تر شا پريږدئ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG