لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ نه د القاعده مهم کمانډر ابو حمزه نيول شوی


د سي ائې ډي پوليس چارواکو په وينا د القاعده او تحريک طالبان مهم کمانډرعدنان عرف ابو حمزه يې د کيماړۍ سيمې سره نزدې نيولی دی .
د سي ائې ډي پوليس چارواکو په وينا د القاعده او تحريک طالبان مهم کمانډرعدنان عرف ابو حمزه يې د کيماړۍ سيمې سره نزدې نيولی دی .

د سي ائې ډي پوليس يو افسر مظهر مشواني د نيول شوي کس په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل ، نيول شوی کس عدنان نوميږي د ابو حمزه په نوم باندې مشهور دی . او د عدنان عرف ابوحمزه تعلق د لاقانونه گرځول شوي تحريک طالبان پاکستان او القاعده دواړه ډلو سره دی .

په کراچۍ کې د سي ائې ډي پوليس د القاعده او تحريک طالبان پاکستان مهم کمانډر عدنان عرف ابو حمزه نيولی دی . پوليس چارواکي وايې د نيول شوي کمانډرنوم په رېډ بک يا د انتهايې مطلوبوترهگرو په فهرست کې شامل وو .
د سي ائې ډي پوليس يو افسر مظهر مشواني د نيول شوي کس په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل ، نيول شوی کس عدنان نوميږي د ابو حمزه په نوم باندې مشهور دی ، او د ده نوم د انتهائې مطلوبو ترهگرو په فهرست کې شامل وو . او سي ائې ډي پوليسو د کراچۍ کيماړۍ سره نزدې وېسټ وهارف نومې علاقه کې په يوه چهاپه کې نيولی دی .
مظهر مشواني وويل د عدنان عرف ابوحمزه تعلق د لاقانونه گرځول شوي تحريک طالبان پاکستان او القاعده دواړه ډلو سره دی . پوليس د گرفتارۍ په وخت د هغه نه دوه لاسي بمونه ، يوه تماچه او کارتوس هم ترلاسه کړي دي .
د سي ائې ډي پوليس افسر په وينا عدنان په ۲۰۰۹م کال کې کراچۍ کې د ترهگرۍ په يو کېس کې د شک په بنياد نيول شوی وو . خو وروستو بيا د عدالت نه په ضمانت خوشی شوی وو .
د هغې وروستو عدنان بيا کراچۍ پرېښودې وه او لاهور ته تلی وو . لاهور کې يې نوم او د کورپته بدل کړي وو ، او په محکمه اوقاف کې نوکر شوی وو .
نوموړي وويل عدنان او هغه سره ملگرو پنجابي طالبانو په کال ۲۰۱۲م کې په کراچۍ کې د سي ائې ډي پوليس سره يو مقابله کړې وه ، او بيا تښتېدلی وو . ورستو بيا د عدنان ملگري هم ونيول شو.
د مظهر مشواني په وينا نيول شوي عدنان عرف ابو حمزه چې وس په داسې حال کې نيول شوی دی ، چې په محکمه اوقاف کې يې خپله بدلي کراچۍ ته کړې ، دلته يې د خپلو پخوانو ملگرو سره رابطې پېل کړې وې او د ترهگرۍ منصوبه بندي يې کوله .
هغه وويل د عدنان نه تفتېش کولی شي او په هغه شک کيږې چې د يو شمېر سرکارې افسرانو او ودانو په اړه يې خپلو ډلو ته مالومات هم ورکړي دي ، او وس ې نور مالومات راټولول .
بل لورته په کراچۍ کې د امنيت په اړه د سندهـ وزير اعلي قائم علي شاه په مشرۍ کې د اعلې سطحې يوه مهمه غونډه شوې ده .
د راپورونو ترمخه په دغه غونډه کې پرېکړه شوې ده ، چې د صوبې د پخواني وزير اعلي ارباب غلام رحيم په وخت کې د جېلونو نه کوم ۴۷۰ کسان په پيرول خوشي کړی شوي دي هغه به بيا نيولی شي .
د قانون پوهانو په وينا ، په پیرول صوبايې حکومت د جېل نه هغه ملزمان خوشي کولی شي ، چې هغوۍ ته سزا نه وي اورول شوي ، مقدمه يې روانه وي اود مقدمې دپاره په جېل کې بند وي .
د راپورونو ترمخه د وزير اعلي په مشرۍ کې ترسره شوې غونډه کې دا پرېکړه هم شوې ده ، چې د کراچۍ او صوبې په نورو زندانونو کې کوم خطرناک قېديان بند دي ، هغوي به د امنيت له کبله د هېواد د نورو صوبو جېلونو ته منتقل کولی شي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG