لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده مشر – چې د مرګ آوازې یې خورې شوي – په یو ویډیو کې راڅرګند شو


دا تصویر د ایمن الظواهري د یوې پخوانۍ ویډیو (۲۰۱۴) نه اخېستل شوی دی
دا تصویر د ایمن الظواهري د یوې پخوانۍ ویډیو (۲۰۱۴) نه اخېستل شوی دی

د سپټمبر یوولسمې نېټې د حملو په شلم کال، د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په یوې نوې ویډیو کې راڅرګند شوی او خبرې یې کړي دي. د الظواهري دا تصویري پیغام په داسې حال کې خپور شوی چې څو میاشتې وړاندې د هغه د مرګ آوازې اورېدل کېدلې.

د سایټ په نوم د استخباراتي معلوماتو یوه ډله چې د اسلامي تندروانو ویب سایټونه څاري، وایي چې د ایمن الظواهري ویډیو د خالي/شنبې په ورځ خوره شوه. په دې ویډیو کې الظواهري ویلي چې «یروشلم به هېڅکله هم یهودي ونګرځول شي.» هغه د القاعده ډلې حملې ستایلي دي، په شمول د یوې حملې چې په جنوري میاشت کې په شام کې په روس عسکرو باندې وشوه.

"سایټ" ډله وایي چې ایمن الظواهري پخپلو خبرو کې همدا راز د شل کاله جنګ نه پس له افغانستانه د امریکایي عسکرو د وتلو یادونه کړې ده، او زیاتوي چې د ظواهري دا خبرې ضروري دا ټکی نه څرګندوي چې دا به یې خامخا تازه او اوس ریکارډ کړی وي، ځکه د امریکا د انخلا په اړه لوظنامه، طالبانو سره په فروري ۲۰۲۰ کې دستخط کړې وه.

بله خبره دا چې د "سایټ" ډلې په وینا، ایمن الظواهري پخپل پیغام کې افغانستان او یا کابل باندې د قبضې هېڅ یادونه نده کړې، او کابل ته د طالبانو د بیا راتګ نه دا دی قریب یوه میاشت تېریږي. خو ظواهري په پیغام کې د یوې حملې یادونه کړې چې هغه د جنوري په لومړۍ نېټه، د شام په شمالي ښار، رقه کې په روس عسکرو باندې شوې وه.

د ۲۰۲۰ راهیسي دا آوازې خورې شوي دي چې ګني ایمن الظواهري د مریضۍ له امله مړ شوی دی. د هغو آوازو راهیسي تر اوسه د هغه د ژوند هېڅ ثبوت یا ویډیو مخې ته نه وه راغلې، بغیر د دې یوې چې همدا تېره د خالي/شنبې په ورځ خوره شوه.

د "سایټ" د استخباراتي معلوماتو د ډلې مشره ریټا کټز په یو ټویټ کې ویلي: «کېدای شي هغه اوس هم مړ وي، او که داسې وي، نو بیا کیدای شي د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت او یا د هغه نه پس مړ شوی وي.»

د ایمن الظواهري دا ویډیویي وینا، یو شپېته (۶۱) مېنټه او اووه دېرش (۳۷) سېکنډه اوږده ده چې د القاعده سره تړلې د السهاب میډیا فاونډېشن له خوا جوړه شوې ده.

په دې وروستیو کلونو کې، القاعده په جهادي ډلو کې د خپلې رقیبې ډلې – دولت اسلامیه (داعش) – له سیالۍ سره مخامخ شوی دی. داعش ډله په ۲۰۱۴ کال کې چې د عراق او شام ډېرې سیمې یې لاندې کړلې، نو بالادستۍ ته ورسېده. داعش د خلافت اعلان وکړ او بیا یې په خطه کې مختلفو ملکونو ته لاسونه وغځول.

د داعش "خلافت" په عراق او شام کې ړنګ کړی شو، خو د دې ډلې تندلاري اوس هم فعاله پاته دي او حملې کوي. د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي چې هرکله به پټ و، د امریکا ځانګړو پوځیانو د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د شام په شمال لویدیځه سیمه کې کلابند کړ او ویې واژه.

بل اړخ ته د القاعده ډلې اوسنی مشر ایمن الظواهري د مصر شهري دی او چې کله په ۲۰۱۱ کې امریکاییانو د پاکستان په اېبټ آباد کې اسامه بن لادن وواژه، د هغه نه پس الظواهري د القاعده ډلې مشر شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG