لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صدر ټرمپ د یروشلم اعلان القاعده د خپلو مقاصدو لپاره استعمالوي


د حمزه بن لادن دا تصویر د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای د نومبر په وړمبۍ نېټه شائع کړی دی

یروشلم د اسرائیل د پایه تخت په توگه د تسلیمولو د صدر ډانلډ ټرمپ په اعلان چې په اسلامي نړۍ کې کوم تاوتریخوالی راپورته شوی ماهرین وايي القاعده دا د خپلو مقاصد دپاره د استعمالو کوښښ کوي او خپل ځان د اسلام او د فلسطینیانو د حقیقي دفاع کونکی په توگه پیښ کوي.

ډلې د القاعده د وژل شوي مشر اوسامه بن لادن د زوي، حمزه، د ١٧ منټو یو اډیو پیغام جاري کړی دی چې هغه پکې د سعودي عرب په شاهي کورنۍ سخت ټکونه کوي او وايي شاهي کورنۍ د فسلطیانو د مورام سره درغلي کړې ده.

څیړونکي شک کوي چې د حمزه دا پیغام د امریکا د صدر ټرمپ د اعلان نه وړاندې ریکارډ کړی د.

په انټرنیټ د وسله والو د هلو ځلو د څار امریکنۍ ډلې ترمخه دا د سعودي اسټبلشمنټ خلاف د تشدد راپارونې دریم پیغام دی. په دې کې د صدر ټرمپ هیڅ ذکر نشته خو دوي وايي دې د حمزه پیغام چې په کومه موقع خپرو کړی شوی دا ښايي القاعده د وخت نه گټه پورته کول غواړي.

څیړونکی واېي داسې ښکاري چې حمزه بن لادن د القاعده د مشرۍ لپاره تیار کړی شوی دی. مطبوعات هغه د ترهگرۍ د ولي عهد په نوم هم یادوي.

په کال ٢٠١۴ کې داسې رپورټونه وو چې حمزه په شام کې د القاعده خراسان ډلې ته هدایات ورکوي. په کال ٢٠٠١ کې دی په امریکا نیویارک او واشنگټن ښارونو د ترهگرۍ پیښو ورسته حمزه د خپلې کورنۍ سره د افغانستان نه ایران ته تښتیدلې و.

داسې ښکاري چې د حمزه دا پیغام په القاعده د داعش د نیوکو ځواب هم دی.

د صدر ټرمپ په اعلان د نیوکو ترڅنگ داعش په نورو وسله والو، جهادي ډلو او په عرب مشرانو هم کلک ټکونه کړي دي چې د فلسطینیانو کلکه ملگرتیا یې نه ده کړې او د فلسطین مسله د خپلو گټو لپاره کاروي.

په انټرنیټ داعش د خپلې ورځپاڼې په یوه اداریه کې په نورو وسله والو د منافقت تورونه لگوي او وايي چې ٦٠ کاله وشو چې القدس د یهودیانو په لاس کې دی او نن چې صلیبیانو دا د یهودیانو د پایه تخت په توگه اعلان کړو نو دوي اوس چغې وهي.

داعش ځان د یروشلم او د الاقصا جومات رښتونې ساتونکی گڼي.

فلسطین باندې د اسرایل قبضه د جهادي ډلو د مفکورې اهمه برخه پاتې شوې ده.

د صدر ټرمپ په فیصله خپل ځواب کې د القاعده مشرانو ویلي چې د امریکې غرور او زور ور تیا او د دې وخت د فرعون د مخنیيوي لپاره د یقیني کامیابۍ لنډه لاره جهاد دی.

په کال ١٩٩٥ کې د امریکا کانگرس فېصله وکړه چې په اسرائیل کې د امریکې سفارتخانه دې د تل ابیب نه یروشلم ته انتقال کړی شي خو په منځني ختیځ کې د امن خبرې اترې د اغیزمن کیدو اود وسله والو د دې نه د گټه پورته کولو لا ویرې د امریکې پخواني حکومتونو په دې د عمل کولو نه تر دا وخت ډډه کړې وه.

تیره اوونۍ د اردن باچه خبرداری وکړو چې د تل ابیب نه یروشلم ته د امریکې د سفارت وړلو سره تندروي راپاریدلې شي او په منځني ختیځ کې کړمې نورې هم سیوا کیدلی شي.

د امریکې د کانگرس د غړو سره په ملاقات کې د اردن باچه خبردارې ورکړو چې دا فیصله ترهگر د خپلو گټو لپاره کارولې شي او دا وسله والې ډلې په خلکو کې قهر،د ناامیدۍ او د مایوسۍ پیدا کولو د لارې خپله نظریه مخ په وړاندې بوتلی شي.

د اردن استخباراتي چارواکو هم خپل امریکايي هم منصبانو ته خبرداری ورکړی و چې د یروشلم منلو سره به د امریکا خلاف خلک را وپاریږي او بیا به لکه د اردن غوندې نورو معتدله عرب حکومتونو لپاره په ښکاره امریکا سره همکاري مشکلا شي.

د صدر ټرمپ د فیصلې روستو د فلسطین وسله والو ډلو گواښ کړی چې دوي به په ټولو نیول شوو علاقو کې د امریکا مفادات او ودانۍ په نخښه کوي . د القاعده سره تړلي ډلو د مسلمانانو قهرنور هم سیوا کړی دی.

صومالیه کې د وسله والې ډلې حرکت الشباب المجاهدین په مسلمانانو زور راوړی چې ټوپک راوخلۍ او په زور یروشلم فتح کړئ. عرب جزیره نما کې وسله والې القاعده ډلې ویلي چې یروشلم د ټرمپ جایداد نه دی چې په یهودیانو باندې یې خرڅ کړي. دا ډلې وايی د فلسطینیانو سره هر قسمه مرستته کوي.

په واشنگټن کې دي فاونډیشن فار ډیفنس اف ډیموکریسي نومې ادارې څیړونکی تهومس جوسلین وايي که هر څه د دوي دې سره څه کار نه وو خو د بن لادن ډلې د ډیر وخت نه دا ارمان و چې د اسرائیل او فلسطین شخړه خپلو مقاصدو کې شامله کړي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای ډیوه خبریال ارباب محمود علي وایس اف امریکا د انگریزۍ ویب پاڼې نه ترجمه کړی دی.

XS
SM
MD
LG