کينيا کې وسله والو په يوه حمله کې په کان کې کارکوؤنکي ۳۶ خواري کښ وژلي دي ، د صوماليه تندروه وسله واله ډلې الشباب د دغې حملې زمه واري قبوله کړې .
راپورونه وايي دغه پېښه نن د نهې په سحر د کينيا په شمال ختيزه سيمه منډېراکې رامنځته شوې ، او د پېښې عينې گواهانو وئيلي ، د حملې په مهال کان کې کارکوؤنکي خواري کښ په خپلو خېمو کې اوده وو .
الشباب خپل يو بيان کې وئيلي ، چي کينيا ته يې د هغې عمل سزا ورکړې ، چې د الشباب په ضد يې صوماليه ته خپل پوځ لېږلی وو . او الشباب د کال ۲۰۱۱م نه وروستو په کينيا باندې بريدونه سېوا کړي دي .
وسله والې ډلې خبرداری ورکړی ، چې څو پورې کينيا خپل پوځ د صوماليه نه وي ويستی ، دويي به پرې پرله پسې حملې کوي .
تندروه والې ډلې الشباب تېره مياشت کې هم د کينيا پولې سره نزدې په يو بس حمله کړې وه ، او د بس نه يي ۲۸ غېرمسلمانان کوز کړي او وژلي وو .
يوه ورځ وړاندې هم وسله والو د ملک په شمال ختيزه سيمه واجير کې حمله کړې وه ، چې پکې يو کس وژل شوی او نزدې ۱۲ نور ژوبل شوي وو .