لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوماليه کې د الشباب مهم کمانډر نيول شوی


د کال ۲۰۱۲م د جون په مياشت کې امريکې د حرسي د سر قيمت ۳۰ لکه ډالره مقرر کړي ؤ
د کال ۲۰۱۲م د جون په مياشت کې امريکې د حرسي د سر قيمت ۳۰ لکه ډالره مقرر کړي ؤ

د صوماليه چارواکو وئيلي ، د الشباب ډلې انتهايي مطلوب مهم کمانډر يي نيولی دی ، دغه کمانډر چې ذکريا اسماعيل حرسي نوميږي ، د خالي په ورځ کينيا سره په پوله نزدې علاقه الوک کې د چهاپې په مهال نيول شوی دی .

د صوماليه د سويلي علاقې غدون کمانډر جنرال عباس ابراهيم غوری وئيلي ، سرکاري چارواکو ته خبر ؤ ، چې د الشباب مشکوک وسله وال په يو کور کې پټ شوی دی .

کمانډر غوری وئيلي ، چې حرسي سره د هغه يو ملگری هم نيول شوی دی ، او د گرفتارۍ په مهال د الشباب کمانډر مزاحمت نه دی کړی او د هغه نه يوه تماچه ترلاسه شوې ده .

د کال ۲۰۱۲م د جون په مياشت کې امريکې د حرسي د سر قيمت ۳۰ لکه ډالره مقرر کړي ؤ ، او هغه د الشباب د پخواني مشر احمد عبدي گوداني ملگری گرځول شوی ؤ .

نيول شوي کمانډر حرسي وائس اف امريکا سره په خبرو کې پخلی کړی دی چې هغه د الشباب مشر دی ، او زياته کړې ده چې د مشرانو سره د اختلافاتو رامنځته کېدو وروستو هغه ۱۸ مياشتې وړاندې د دغې ډلې څخه بيل شوی دی .

کمانډر وئيلي په دې نه دی خبر چې په سر يي قيمت مقرر کړی شوی دی .

حرسي وئيلي هغه کله هم د الشباب د خفيه څانگې مشر نه دی پاتې شوی ، او په نورو عهدو پاتې شوی دی چې پکې د علاقو د انتظام په چوکۍ او د الشباب د ملېشې د کمانډر په چوکۍ پاتې شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG