لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ارواښاد عالمگیر بټني په یاد کې


د ارواښاد عالمگیر بټني په یاد کې

د ډیوه ریډیو خبریال عالمگیر بټنی به تل په ډیوه ریډیو او د خبریالانو په ډله کې د یو تکړه ژونالسټ په توگه یادیږي.

دې کې هېڅ شک نشته چې د خدایې بخښلي بټني په ځایې به یوبل خبریال د سیمې حال د پاکستان او د نړۍ خلکو ته وایي. خو د عالمگیر بټني په کورنۍ او د ملگرو په ډله کې د هغه هومره ځایې نیول به ډیرگران کاروي.
د خدایې بخښلي د مړینې په ورځ د هغه کورته تلونکو خبریالانو ولیدل چې وړو ماشومانو یې ژړل او مېرمن یې د خپل حال نه خبر نه وه.
هم دغه رنگ احساسات د هغه د نزدې ملگرو هم وو. د هغه د ژوند کېسه نزدې د هر هغه ژونالسټ د ژوند په شان وه چې د خطرناکو سیمو او ډلو په اړه رپوټونه میډیا ته وړاندې کوي.
خدایې بخښلي ژونالزم د خېبر پختونخوا د ټانک ښار نه شورو کړی وو. خو چې څنگه د وزیرستان په کړکیچنه سیمه کې د القاعدې او طالبانو فعالیتونه زیات شول او پوځ د تندلارو پرضد عملیات پېل کړل نو په ټانک کې ورته پاتې کیدل ناممکن شول.
د هغه بې طرفه او کرا رپوټونو که طالبان یا تندلارې ډلې خوشحاله نه وې نو حکومتي چارواکي هم پرې کوم ډیر خوښ نه وو.
د نامعلومه او کله کله د معلومه تندلارو ډلو مشرانو یا استازو لخوا ورته څو واره گواښونه شوي وو، هم دغه گواښونه وو چې د خدایې بخښلي د مخکې نه لنډ تنگ ژوند یې نور هم تاوژن کړو.
د ملگرو په سلا د دریو بچو او مېرمن سره د ټانک نه پېښور ته په کډه کولو مجبور شو. د گواښونو په سوري کې د کډې کولو ترخې شیبې یواځې هغه څوک پېژندې شي چې خپله ترې تېر شي.
د هغه دا فېصله دا ثابتوي چې خدایې بخښلي د دروغو پرځایې د ریښتیا ویلو لپاره د ترخو شیبو نه د ځان او کورنۍ تیرولو امکان غوره اوبلو.
ځکه یې نو ملگري او د ډیوه ریډیو اوریدونکي نن د یو تکړه او باتور خبریال په توگه یادوي. عالمگیر بټني ښه په ښکاره د داسې سیمې، ډلو، او داسې خلکو په اړه رپوټونه ورکول چې که د عام وگړي نه یې په اړه پوښتنه وکړې نو کېدایې شي چپ پرې پاتې شي.
د هغه خبریالي هر وخت د یویا بل چېلنج سره مخ وه. او په پېښور کې هم څو واره د طالبانو یا دهغوي د ملگرو ډلو د گواښونو سره مخ شوی وؤ.
د گواښونو وروسته ورته ځینو خبري ادارو په اسلام اباد کې د اوسیدو مشوره ورکړې وه خو هغه په پېښور کې وسیدل غوره بلل.
عالمگیر بټني په خپلو بې طرفه رپوټونو باندې نه یواځې پښتو ژونلزم پرمخکې بوتلی وو بلکې د خپلې سیمې ډیرې مسلې یې هم په میډیا کې ښکاره کړې وې.
د پاکستان په مخکې تلونکې میډیا کې د ښارونو او د ټولنې د لوړې ډلې خبرونه او رپوټونه اکثره ډیر زیات وي خو داسې خبریالان ډیر کم دي چې د لرو پرتو ښارونو، کلیو او د ټولنې په هغو وگړو هم رپوټونه ورکوي چې هره ورځ د خپلو وړو او کورنۍ خیټې مړولو لپاره د کورنه سهر اوځي او د راتلونکي صبا په فکر کې ماښام په جېب کې د یو څو پېسو او په لاسو کې د خوړو د غوټې سره کورته ځي.
عالمگیر بټنی په خپلو رپوټونو کې دغه خلک یاد ساتلي وو, او دترهگرۍ نه په بې کوره شوو خلکو به تل گرځیدو.
د عالمگیر بټني شخصي ژوند ډیر ساده وو. زیات وخت یې خپلو بچو او ملگرو سره تېروؤ. د ملگرو په محفل کې به یې موسیقې هم خوښوله.
د اعلی شعرو ادب مینه وال وو. موسیقې ورته گرانه وه. او د ملگرو په ډله کې یې د خبریالانو نه علاوه شاعران، لیکوالان او هنرمندان هم وو.
د صحت په اړه اندیښمن نه ښکاریدو. په اخره ورځ ورته په سهر کې په لاس او سینه کې درد وو.
نوموړي ته خپل ډرائیور ویلي ووچې ډاکټر ته یې بوځي خو هغه کلینک ته تگ نه انکار اوکړو.
چې وضعه یې نوره هم خرابه شوه، نو هسپتال ته ورسول شو خو کور ته چې لاړو نو بچو او ښځې عالمگیر بټنی ته نه ، بلکې د هغه تابوت ته ستړي مه شې وویل.
خدایې دې او بخښي- امین

XS
SM
MD
LG