لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الجزائر کې په نهمه هفته هم د حکومت په ضد مظاهرې وشوې


عبدالعزیز بوتفلیقه تقریباً دوه لسیزې وړاندې په هېواد کې د کورنۍ جګړې له پای سره چې دوه لکه کسان په کې ووژل شول، ځان مطرح کړ
عبدالعزیز بوتفلیقه تقریباً دوه لسیزې وړاندې په هېواد کې د کورنۍ جګړې له پای سره چې دوه لکه کسان په کې ووژل شول، ځان مطرح کړ

د الجزایر په پلازمېنه الجزائريه کې د جمعې په ورځ په نهمه اونۍ هم په زرګونو کسان د مظاهرو لپاره راوتلي وو او غوښتنه یې کوله چې ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه دې د چوکۍ څخه استعفا ورکړي.

عبدالعزیز خپله استعفا هم ورکړې خو د نظام د بدلیدو لپاره مظاهرې لا دوام لري او مظاهره کوونکي اوس د لنډ مهاله ولسمشر او د لومړي وزير استعفاو غوښتنه هم کوي.

احتجاج کوونکي جمعه په جمعه الجزاير دفتر د پوستې ومخې ته راغونډیږي دې پرته چې تېر ځل پولیسو پر مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړی و، یو شمېر کسان یې وهلي او مظاهره چیانو پولیس په ډبرو وویشتلي وو.

تر دې مظاهرو څو ورځې مخکې د الجزائر پوځ غوښتنه وکړه چې هلته د سیاسي بحران د پای ته رسېدو لپاره باید ولسمشر استعفا وکړي.

عبدالعزیز بوتفلیقه تقریباً دوه لسیزې وړاندې په هېواد کې د کورنۍ جګړې له پای سره چې دوه لکه کسان په کې ووژل شول، ځان مطرح کړ.

هغه ۸۲ کلن دی او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې يې سکته وکړه

له هغه راهیسې په ندرت لیدل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG