لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼا کې په علي وزیر څه تېر شول؟


اشفاق مومند

په جنوبي وزیرستان کې د ریاست پلوه طالبانو (امن کمېټۍ) د ګواښونو روغ وتلی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر وایي د سیمې خلکو په تش لاس د وسله والو نه ژغورلی دی.

د وي او ای ډيوه په لویه خېبرپښتونخوا خپرونه کې ښاغلي وزیر وویلي د ده او د ملګرو د وژلو لپاره پوره تیارۍ شوې وې او طالبان هغه ته ډیر نژدې شوي وو خو د سیمې خلکو ځان پخپله ګولو (مرمیو) ته وړاندې کړو او دی يې بچ کړو.

علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر د مشرانو نه یو دی. نوموړی زیاتوي په هغه باندې د وسله والو ډزې تر یونیم ساعت پورې روانې وې او کله چې د ریاست پلوه وسله والو سره ګولۍ ختمې شوې نو د ملیشې عسکر ورغلل او دوی سره د خیر پخیر کولو نه ورستو يي هغوي په حفاظت اویستل. هغه وایي کیدی شي پوځ نه غوښتل چې وسله والپه تش لاس د عامو خلکو منګولو ته ورشي.

دی وایي دغه محال په سپینو جامو کې مخصوص عسکر یو وار بیا په وسلو سمبال په دوی حملې ته ورسیدل خو زیاتوي چې دغه وخت ځوانانو خپل ځانونه ګولو ته مخامخ کړل خو ده ته یې پرې نه ښودل.

د واڼا د پېښې وروسته په لومړي ځل د میډیا سره د خبرو اترو په وخت ښاغلي علي وزیر وویل کله چې ځايي خلک د طالبانو دفترو ته اوورونه وراچول نو د ملیشې عسکرو لخوا پرې ډزې اوشوې او ځینو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې پوځ خو په قبایلي سیمو کې وسله د عامو خلکو نه غونډه کړې نو ستاسو ملګرو سره وسله له کومه خوا راغله؟ نو هغه وویل په قبائيلو کې ځیني ځیني خلکو وسله ساتلې ده او دغه محال د دوي ځینې ملګري ورستو د وسلې سره ورغلل خو زیاتوي ټولو ته ې امر کړی وو چې ډز تحریک ته ګټه نه کوي، ژوبل کیدل يې غوره وګڼل خو هغوي يې د ډزو منع کړل.

نوموړی زیاتوي د احمدزۍ او نورو قبیلو خلک د دوی تحفظ ته د زرګونو په شمیر ورورسیدل او دده د استوګن ځای نه لرې ځای پرځای مورچه شول.

علي وزیر وړاندې وویل چې په سوشل میډیا دده لپاره د کمپائن کونکو مننه که هر څومره اوکړي نو کمه ده. دی وايي د پاکستان پوځ امن کمیټۍد طالبانو دغې ډلې ته وايي کومو چې وسله په لاس ګشتونه کول او که چرته په اصل کې قبايلي مشران او علما‌‌‌ؤ جرګه جوړه کړي نو په سر سترګو يې منلو ته تیار دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې علي وزیر وايي چې د طالبانو سره ځیني ملګري چې په حقیقت خبر وو هغوي وسله غورزولې او په خپلو کړو يې د خلکو نه معافي هم غوښتې ده او دويي ويل چې د خپل قام سره جګړه کول نه غواړي. علي وزیر زیاته کړه چې د پوځ ویاند سره د هغه د رابطو خبرونه دروغ دي.

هغه وايي د هغه پرضد د تندلارو وسله والو په لاس مارچ ځاې خلکو لخوه غندل شوی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره چې په انګور اډه کې کوم سلوک ادارو کړی داسې به یو دوشمن هم د چا سره اونه کړي.

د پروګرام په پای کې علي وزیر وویل چې د سیمې د خلکو سوچ بیخي بدل شوی دومره چې د پوځ په ګمان کې هم نه شته. هغه زیاتوي خلک امن غواړي او اوس د کلو امامان هم د دوی د تحریک په ملاتړ ویناوې کوي او د دوی کار ته جهاد وايي.

دی وايي چې په چک پوستو پښتنو عسکرو خلکو ته ويلي په وزیرستان کې چې څه وشول په هغې ډیرزیات خفه دي او د پښتون د ژغورنې غورځنګ سره دومره مینه لري خو وردي (یونیفارم) يې مجبوري ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG