لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم د علي وزیر خلاف د قتل، اقدام قتل او د ترهگرۍ مقدمې درج شوي


د علي وزیر په اړه د ترهگرۍ ضد عدالت د امر تصویر
د علي وزیر په اړه د ترهگرۍ ضد عدالت د امر تصویر

د پښتون ژغورنې غورځنگ د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر خلاف پولیس د قتل، اقدام قتل، ترهگرۍ او د حکومت خلاف د سازش په شمول د یو شمېر نورو سنگینو خلاف ورزیو مقدمې درج کړې دي.

علي وزیر د گل، دوشنبې، په ورځ په بنو کې د ترهگرۍ خلاف عدالت ته وړاندې کړی شو او عدالت هغه د اتوو ورځو دپاره امنیتي مامورینو ته په جسماني ریمانډ وسپارلو. علي وزیر د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان منتخب نماینده دی.

علي وزیر د اتوار، یکشنبې، په ورځ د شمالي وزیرستان په خړ کمر چېک پوسټ د تشدد د پېښې وروسته نیول شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنگ پلویانو په خړ کمر کې د پوځ په چېک پوسټ حمله وکړه او پوځ ځوابې ډزې وکړې. پي ټي اېم د پوځ دریځ ردوي او وايي پوځ د پي ټي اېم په فعالانو ډزې کړې دي.

پوځ په پېښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو او د لږ تر لږه د ١٠ کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی خو د پي ټي اېم فعالان د زیاتې مرگ ژوبلې دعوه کوي.

د قانون ماهر او وکیل شهاب خټک د علي وزیر خلاف د مقدمو په اړه وي او ای ډیوه ته وویل د پي ټي اېم مشران غوښتنه کوي چې د پښتنو د خاورې څخه دې ترهگري ختمه شي. خو هغه زیاته کړه د داسې خلکو خلاف دا ډول د سنگینو مقدمو درج کېدل د "ریاست مکمله ناکامي ښکاره کوي."

هغه وویل داسې ډول مقدمې په "پښتنو کې لویه بې چېني پیدا کوي."

شهاب جټک وي او ای ډیوه ته وضاحت وکړو چې د علي وزیر خلاف د قتل، اقدام قتل، د ریاست خلاف سازش، په جرم کې د مرستې کولو، په سرکاري املاکو او سرکاري کارکونکو حمله او امن او امان ته د نقصان رسولو په الزاماتو مقدمې درج شوې دي.

شهاب خټک وویل په دې الزاماتو د عمر قید او د مرگ غوندې سنگېنې سزاگانې ورکړی کېدی شي.

د پاکستان د انساني حقونو غېر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان د خړ کمر په پېښه تشویش څرگند کړی دی او په یو بیان کې یې وویل د دې په نتیجه کې به د پي ټي اېم او د امنیتي ادارو ترمنځ تاوتریخوالی لا نور هم زیات شي.

اېچ ار سي پي غوښتنه وکړه چې علي وزیر او د پي ټي اېم نور نیول شوي فعالان دې ازاد کړی شي.

د علي وزیر خلاف د پولیس ایف ايي ار نقل
د علي وزیر خلاف د پولیس ایف ايي ار نقل

ادارې وویل د پارلېمنټ یوه ډله دې د خړ کمر پېښې په بېړنۍ توگه تحقیقات وکړي او او حقیقت دې معلوم کړي.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل هم غوښتنه وکړه چې د پېښې دې په بې طرفه ډول تحقیقات وکړی شي.

د اېمنسټی انټرنېشنل د جنوبي ایشیا د چارو څېړونکي رابعه محمود په یو بیان کې وویل که چېرې دا رپورټونه صحیح وي چې احتجاج کونکي په گولو وژل شوي دي نو "دا به د نړیوال قانون سگنینه خلاف ورزي وي."

بلخوا، د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان هم د گل، دوشنبې، په ورځ د شمالي وزیرستان دوره وکړه او د ځینو ځايي مشرانو سره یې ولیدل.

د خړ کمر د پېښې په اړه د خېبر پښتونخوا د اصلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته وویل حکومت غواړي چې مسلې د مذاکراتو دلارې حل کړی شي. هغه وویل په چېک پوسټ حمله د زغملې وړ نه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG