لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان لخوا مو د طالبانو پرضد ښکاره ګامونه نه دي لیدلي: الېس ویلز


د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا ناېب سېکترې الېس ویلز ویليد پاکستان سره اوس هم یوه لویه موقع شته چې د امریکا او افغانستان سره د خپلو شریکو ګټو لپاره یو ځاې کار وکړي او د سولې ګټه پورته کړي.

د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا ناېب سېکترې الېس ویلز د افغانستان یو شخصي ټي وي (طلوع) ته په یوه مرکه کې د پاکستان او افغانستان په شمول د سېمې په یو شمیر مسلو خبرې اترې کړي.

د صدر ټرمپ انتظامې د افغانستان او سېمې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې میرمن ویلز ویلي د صدر ټرمپ دغه پالیسي د پاکستان لپاره یو ښکارهپیغام وو چې د امریکا سره د ګډو احدافو لپاره کار وکړي.

میرمن ویلز وړاندې ویلي د صدر ټرمپ لخوا د پاکستان پوځي امداد ځنډول زمونږ یوه لویه مایوسي وه ځګه چې پاکستان لا هم په خپله خاوره د طالبانو پرضد کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

اېلس ویلز زیاته کړې مونږ اوس هم ګڼو چې د پاکستان سره یوه لویه موقع شته چې د امریکا او افغانستان سره د خپلو ګډو ګټو لپاره یو ځاې کار وکړي.

د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې میرمن الېس ویلي ٫٫ په افغانستان کې سوله او ثبات په سیاسي خبرو اترو کې دی، نه چې په جګړه کې. خو تر دغه وخته به مونږ په طالبانو فشار زیاتوو او د افغان امنیتي عسکرو مرستې به کوو.٬٬

په افغانستان کې په تیرو ورځو کې شوي خونړي بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې ویلي ٫٫ امریکا غواړي د افغان حکومت سره د سیاسي خبرو اترو او جوړ جاړي په اړه په تماس کې وي.

د داعش خراسان په اړه مېرمن اېلس زیاته کړې ٫٫ مونږ نه ګڼو چې په افغانستان کې د داعش اثر په زیاتیدو دی، د ایتلافي عسکرو په مرسته افغان امنیتي عسکرو د داعش احداف په نخښه کړي او دوي يې خواره واره کړي.٬٬

XS
SM
MD
LG