لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د الېسټر کک د نړیوال کرکټ نن اخیرۍ ورځ


د انګلېنډ (انګلستان) کرکټ لوبډلې تر ټولو کامیابه کېپتان او د خپل هیواد لپاره تر ټولو زیات رنز (منډې) جوړونکی لوبغاړی الېسټر کک به نن (نهې/ سه شنبې) په اخېري ځل د کرکټ پیژندلي میدان (اوول) کې نړیواله لوبه کوي.

نوموړي تیره اونۍ د نړیوال کرکټ پريښودلو (ريټاېرمنټ) اعلان کړی وو. دا مهال د انګلستان او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمېنخه د پېنځه ټېسټ مېچونو د سیریز اخيرۍ لوبه روانه ده او نن د دغه لوبې اخيرۍ ورځ ده.

نن د لوبې ګټلو لپاره انګلستان ته یواځې د هندوستان ۷ وکټې یا لوبغاړيسوځول دي. هندوستان ته بیا د دغه میچ ګټلو لپاره ۴۰۶ منډې پکار دي. انګلستان د وړاندې نه دغه سیریز په ۱-۳ ګټلی او زیات امکان دی چې د نن لوبه هم په اسانه وګټي.

۳۳ کلن الېسټر کک تیره ورځ د هندوستان پرضد په خپله اخيرۍ نړیواله لوبه کې د بېټنګ په وخت ۱۴۷ منډې (رنز) جوړ کړل او د نړۍ دشمار په هغه لوبغاړو کې شامل شو چا چې په خپل لومړي او اخیري ټېسټ میچونو کې سېنچري یا سلیزې جوړې کړې.

په اوول کې روان ټېسټ مېچ په لومړي اننګز کې الېسټر کک ۷۱ منډې جوړې کړې وې. نوموړي خپل لومړی ټېسټ مېچ هم د هندوستان پرضد د هند په ناګپور ښار کې په کال ۲۰۰۶م کې کړی وو. د دغې ټېسټ لوبې په لومړي اننګز کې الېسټر کک ۶۰ او په دویم کې ۱۰۴ منډې جوړې کړې وې او ناټ آوټ پاتې شوی وو.

د انګلستان دغه کامیابه کېپتان الېسټر کک د ۱۲ کالو په خپل نړیوال کرکټ کې ګڼ شمیر ریکارډونه هم جوړ کړي. د کال ۲۰۰۶م نه تر ننۍ ورځ پورې الېسټر کک ۱۶۱ ټېسټ میچونه (۲۹۱ اننګز) کړي او د انګلینډ لخوا يې تر ټولو زیاتې (۱۲۴۷۲) منډې جوړي کړي.

د انګلستان دغه پخوانی کېپتان نه یواځې په خپل هیواد په ګرده نړۍ کې د کرکټ مینه وال لري. یو خوا ګڼ شمیر مینه والو د الېسټر کک دومره زر کرکټ پريښودو باندې خفګان ښودلی خو ګڼ نور بیا وايي د دومره کامیابو په سر به نوموړی د کرکټ په تاریخ کې تر ډیره وخته یاد ساتل کیږي.

د الېسټرکک لوې ریکارډونه:

د انګلستان لخوا تر ټولو سېوا ۱۶۱ ټېسټ میچونه.

د انګلستان لخوا تر ټولو زیاتې (۱۲۴۷۲) منډې یا رنز.

د انګلستان لپاره تر ټولو زیاتې (۳۳) ټېسټ سېنچریانې (سلیزې).

د انګلستان د کېپتان په هیچ تر ټولو زیاتې ۵۹ لوبې.

تر بل هر چا زیات پرله پسې (مسلسل) ۱۵۸ لوبې.

الېسټر کک ولې کرکټ پریښودو؟

سره د دې دومره ښو ریکارډونو په روان کال کې د نوموړي د منډو یا رنزونو جوړولو اوسط ډیر کم وو.د کال ۲۰۱۷م پورې الېسټر کک د ۴۴.۸۸ اېورج یا اوسط لوبه کړې کومه چې په ټېسټ کرکټ کې ډیره ښه ګڼل کیږي. خو په کال ۲۰۱۸م کې الېسټر کک په ۹ ټېسټ لوبو کې ۱۸.۶۲ اوسط (اېورج) سره ډیرې کمې منډې جوړې کړي او هم دغه د الېسټر کک د کرکټ میدان پریښودلو لوې سبب جوړ شو.نوموړي د رېټاېرمنټ د اعلان وروسته ویلي دا سم وخت دي چې ځه لوبه پریږدم او نورو ځوانانو ته موقع ورکړم چې د کرکټ مینه وال او مونږ ټول ښه لوبه وګورو.

د الېسټر کک تر ټولو لویه پښېماني:

د روانې میاشتې په دریمه نېټه د کرکټ پریښودلو د اعلان وروسته الېسټرکک د برتانيي یوې نشریاتي ادارې ته په خپله مرکه کې ویلي ټول ژوند به په دې خبره پښېمانه وي چې د انګلستان پخوانی مشهور لوبغاړی کيون پيټرسن (کی پي) د هغه په کېپتانۍ کې د ټیم نه ويستل شوی.

کیون پیټرسن او الېسټر کک په یو وخت کې ښه ملګري او د انګلینډ د لوبډلې غوره لوبغاړي وو. خو د پیټرسن د انګلینډ د کرکټ بورډ او مشرانو سره د لانجې وروسته هغه د لوبډلې نه اويستل شو او وروسته پرې ټول عمري بندیز ولږید.

الېسټر کک په خپله دغه مرکه کې منلي چې د کرکټ بورډ د دغې فيصلې نه خبر وو، او په دغې کې زما رايې هم شامله وه چې کیون پیټرسن دې د لږ وخت لپاره د لوبډلې نه اويستل شي. هغه زیاته کړې ٫٫ دا ورته نه وه معلومه چې کيون پیټرسن به د ټول عمر لپاره د انګلینډ د لوبډلې نه بهر شي.٬٬ نوموړي منلي چې د کیون پیټرسن د وتلو وروسته يې په تیرو څلورو کالو کې د خپل دغه زوړ ملګري سره کله هم خبرې نه دي شوي.

د کیون پیټرسن لخوا مبارکي:

د الېسټر کک د کرکټ پریښودو د اعلان وروسته که یو خوا د انګلینډ او نړۍ ګڼ شمیر کرکټ ستورو او لوبغاړو د هغه لوبه، د کرکټ سره مینه او ښه خوې ستایلی او د هغه مننه يې کړې. کیون پیټرسن هم په خپل یو ټوېټ کې د خپل زوړ ملګري او پخواني کېپتان د لوبې او اعصابي قوت ستاینه کړې.

د کیون پیټرسن په دغه ټوېټ بیا ډیر بحث هم شوی. ځینو دغه ټوېټ د کی پي لخوا په الېسټر کک پورې خندا بللی خو یو شمیر نورو بیا دغه پيغام او د لاس نخښه د یو داسې ملګري لپاره لویه ستاینه بللی د چا سره چې تر ډیره وخته خبرې هم نه وي شوي.

نن د نهې په ورځ به د کرکټ په مشهور ګراونډ یا لوبغالي (اوول) کې الېسټر کک په اخیرۍ ځل نړیواله لوبه کوي. امکان دی الېسټر کک نن ورځ یو بل کیچ واخلي او د انګلستان لخوا تر ټولو زیات کیچ اخېستونکي لوبغاړي په هیڅ خپله شمیره د ۱۷۳و نه سېوا کړي.

خو! د روایتي (ټېسټ) کرکټ مینه وال به د انګلستان دغه کامیابه کېپتان، اوپنر او د ټېسټ کرکټ یو غوره بېټسمین نور د نړیوال کرکټ په میدان وه نه وګوري.

XS
SM
MD
LG