لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزارت ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر د لشکر طیبه ترهګرې ډلې نوې نامې ګرځولي


د امریکا خارجه وزارت لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي د پاکستان دننه جوړې دوه ډلې ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر په دغه هیواد کې د وړاندې نه فعاله ترهګرې ډلې لشکر طیبه ذیلي ډلې دي او د دغو نامې يې هم د خارجي ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا سټېټ ډپارټمنټ لخوا جاري شوي دغه د بیان تر مخه د دغې نوي اعلان وروستو به ٫٫ لشکر طیبه ډله د نوو ترهګر بریدونو لپاره د مالي وساېلو راغونډولو او په دغو د عمل کولونه محرومه شي.٬٬

بیان زیاتوي د نوي بندیزونو سره به د لشکر طیبه ډلې هغه ټول مالي اثاثې او جاېدادونه تړل کیږي چې د امریکا په ولقه کې وی او په امریکا کې اوسیدونکي خلکو باندې د دغه ګوند سره د هر قسمه مالي اړیکو لرلو هم بندیز لږیدلی.

د امریکا خارجه دفتر کې د ترهګرۍ د مخنیوي سلاکار اېمبېسډر نېتهن ای سېلز په دغه اړه په خپل بیان کې ویلي: ٫٫ د نن ورځې دغه ګام مقصد د لشکر طیبه ډلې هغه ټول کوششونه درول دي چې دوي ځان د پابندیانو بچ کول غواړي. اولس دې په دې پوه شي چې لشکر طیبه یوه ترهګره ډله ده. دوي که ځان ته هره نام ورکوي بیا به هم یوه خونړۍ ترهګره ډله وي. امریکا د هغه ټولو ګامونو مرسته کوي چې دا خبره یقیني کړي چې دغه ترهګره ډله تر هغې هیڅ قسمه سیاسي ډله جوړه نه کړي تر څو چې يې خپل خونړي ترهګر فعالیتونه پرېښودي نه وي.٬٬

په کال ۱۹۸۰م کې جوړې شوې ترهګرې ډلې لشکر طیبه تور دی چې په نومبر کال ۲۰۰۸م کې يې د هندوستان په ممبۍ ښار ترهګر بریدونه ترسره کړي وو. په دغه بریدونو کې ۱۶۶ بې ګناه کسان وژل شوي وو چې پکې شپږ امریکایان هم وو.

که څه هم په لشکر طیبه د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا بندیز لږیدلی خو دغه ډله اوس هم په پاکستان کې په ازاده خپل فعالیتونه ترسره کوي. دغه ډله اولسي غونډې او جلسې کوي، د خلکو چندې یا پېسې راغونډوي او د ترهګرو تربېيه کول او بیا ترهګر بریدونه هم ترسره کوي.

د امریکا خارجه وزارت په کال ۲۰۰۱ کې لشکر طیبه ګوند د خارجي ترهګرو (اېف ټي او) په نوملړ یا فهرست کې شامل کړه او د دغې ګوند مشر حافظ سعید يې هم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی وو.

په تیرو څو کلونو کې بیا لشکر طیبه د نړیوالو بندیزونو نه د ځان بچ کولو لپاره خپله نامه څو څو وارې بدل کړې.

په جنورۍ کال ۲۰۱۷م کې دغه ګوند خپل فعالیتونه د تحریک ازادي کشمیر په نامه پیل کړل او په دغې نامه يې ترهګرو فعالیتونو ته دوام ورکړو.

د تیرکال اګست په میاشت کې بیا د لشکر طیبه مشر حافظ سعید د ملي مسلم لیګ په نامه یو سیاسي ګوند اعلان کړو او د دغې ګوند کسانو په ښکاره په انتخابي جلسو کې د حافظ سعید په حق کې بېنرې نېولې وې او کتابچې يې هم تقسیمولی.

د امریکا خارجه وزارت لخوا د نني ګامونو سره سم د امریکا خزانې محکمې د ملي مسلم لیګ اووه مهم مشران د لشکر طیبه ترهګرې ډلې لپاره کار کونکو په هیڅ ټاکلي. په دغه مشرانو کې سېف الله خالد، مزمل اقبال هاشمي، محمد حارث ډار، تابش قیوم، فیاض احمد، فیصل ندیم او محمد احسان شامل دي.

د امریکا دخارجه دفتر د تازه اعلان کې امریکايي اولس او نړیوالې ټولنې ته خبردارې ورکړی شوی چې تحریک ازادي کشمیر او ملي مسلم لیګ د لشکر طیبه نوي نامې دي او د دغې اعلان مقصد داسې ترهګر ګوندونو او خلک نړۍ ته مخامخ کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG