لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايمنسټي انټر نيشنل: نړيوال طاقتونه خپل ځان دقانون نه اوچت گڼي


د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړيوال تنظيم ايمنسټي انټر نيشنل ویلي دي دنړۍ طاقتور هيوادونه دانسانيت پر ضد د جرمونو پلټنې يواځې هاغه وخت کوي کله چې يې دغه پلټنې پخپلو سياسي گټو تماميږي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړيوال تنظيم ايمنسټي انټر نيشنل ویلي دي دنړۍ طاقتور هيوادونه دانسانيت پر ضد د جرمونو پلټنې يواځې هاغه وخت کوي کله چې يې دغه پلټنې پخپلو سياسي گټو تماميږي.
دزيارت په ورځ پخپل جاري کړل شوي کليز راپور کې ايمنسټي انټرنيشنل دغه وضعيت دانصاف کمى بللى دى او وئيلي يې دي تير کال په لاطيني امريکا کې په دغه لړ کې ځينې پرمختگونه شوي وؤ، او هغه له دې امله چې دارجنټائن، پيرو، او يورو گوئى پخوانو مشرانو ته په بيلا بيلو جرمونو کې سزاگانې اورول شوې وې.
ايمنسټي انټر نيشنل تور لگوي چې يو شمير طاقتور قامونه خپل ځان دقانون څخه اوچت گڼي چې په هغې کې چين،روسيه او امريکا هم شامل دي.
دايمنسټي انټر نيشنل دراپور له مخې ددغو هيوادونو څخه يو هيواد هم خپل ځان دنړيوالو جرمونو د محکمې دانصاف پابند کړى نۀ دى.
دغه تنظيم دافريقائي هيوادونو په اتحاديه افريقين يونين هم نيوکې کړي دي او وئيلي يې دي چې هغوي هم تراوسه دسوډان صدر عمرالبشيرنۀ دى نيولى، څوک چې دمحکمې له لوري ډارفور کې دجنگي جرمونو مجرم گرځول شوى دى.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي تير کال معلومه شوې ده چې په 111 هيوادونو کې خلکو ته تکليونه رسول شوي او په 96 هيوادونو کې درايې په څرگندونه قدغنونه لگول شوي دي.
دتنظيم وينا ده ټولو حکومتونو څخه دبشري حقونو په سرغړونه حساب اخستل پکار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG