لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايمنسټي:پوځ اوطالبانو قبایلي سیمو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي


Amnesty International logo
Amnesty International logo
دبشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټر نيشنل واېي دپاکستان قبائيلي سيمو کې پوځ او طالب دواړو قبایلي اولس د ظلم او زور زیاتي سره مخ کړي دي. په قبایلی سمیو باندی د ایمنسټي انټر نيشنل د رپورټ جاری کولو په وخت د ادارې چارواکې پولي ټرسکاټ ډیوه ټي وي او ریډیو ته وېلي قبایلي اولس ته تر اوسه تحفظ نه دې ورکړل شوې.
دايمنسټي انټر نيشنل لخوا دزيارت په ورځ جاري شوي د93ؤ پاڼو په دغه راپور کې دپاکستاني حکومت، طالب جنگيالو او ظلم او زياتي ښکار سلگونو داسې کورنو سره مرکې شوي چې دهغوي ځوان رشته داران يا خووژل شوي يا دتيرو څو کلونوراهسې بې درکه دي.
میرمن پولي ټرسکاټ وويل که يوخوا قبائيلي اولس دطالبانو له لوري دبريدونو او وژنې دويرې سره مخ دى نو بلخوا دپاکستاني پوځ 2011م کې پرته له کوم جرم تر نامعلومې مودې په بند کې دساتلو پشان دقوانينواواختياراتو په وجه هم قبائيلي اولس په پريشانۍ او مصيبت کې اخته دى.
دپولي ټرسکاټ ترمخه طالبان، جنگيالي دخبرې نۀ اوريدونکو دوژلو لپاره داسلامي قوانينو په استحصال کې ککړ دي.
هغه وائي دملالې يوسفزۍ او ددې پشان نور زياتره مثالونه موجود دي، چرته چې دجنگيالو دظلم په ضد پورته کيدونکى غږ خاموش کولى شي.
دايمنسټي انټرنيشنل په دغه راپور کې قبائيلي سيمو کې دبې درکه کسانو په معامله دسختو تحفظاتو څرگندونه شوې او وئيل شوي دي چې په اکثره سيمو کې دپاکستان پوځ پخپل کنټرول قائمولو کې بريالى شوى خو دغلته دزرگونو په شمير کې دبې درکه قبائيلي ځوانانو دکورنو اکثريت په دغسې کيسونو کې په پاکستاني چارواکو دککړتيا تورونه لگوي.
دايمنسټي انټرنيشنل په راپور کې دطالب جنگيالو لخوا دسيمه ييزې ابادۍ په ضد دظلم او زياتي پيښې هم په تفصيل سره بيان شوي دي.
ايمنسټي انټرنيشنل دپاکستان په قبائيلي سيمو جاري کړل شوؤ سفارشونو کې دپاکستان حکومت څخه 2011م کې پوځ ته دAACRP ريلگوليشن لاندې دورکړل شوؤ اختياراتو دخاتمې، دايف سي ار دقانون دغيرانساني او غيرقانوني گرځولو په ترڅ کې ددې دخاتمې او دپاکستاني عدالتونو داختيار دائره تر قبائيلي سيمو پورې دغځولو دغوښتنې کولو سره دپاکستان په حکومت ټينگار کړى چې قبائيلي اولس ته دې هم دعامو پاکستانيانو پشان حقونه او اختيارات ورکړى شي.
ایف سي ار په قبایلي سیمو کې د کال 1901و نه عملي دې او دغې قانون ته عام خلک تور قانون واېي. د دغې قانون تر مخه د پاکستان پارلیمان په قبایلي سیمو په حقله قانون نه شي جوړولې او نه عدالتونه په قبایلي سیمو کې عمل دخل لری.
په برطانيه کې دپاکستان هائي کمشنر واجدشمس الحسن وائس اف امريکا سره خبرو کې دايمنسټي انټرنيشنل په راپور دتبصرې کولو څخه ډډه وکړه او وې وئيل په دغه اړه دپاکستان خارجه وزارت درايې ورکولو حق لري.
دپاکستاني پوځ يو وياندپخپل يو لنډ بيان کې دايمنسټي انټرنيشنل دتورونو ردولو په ترڅ کې وئيلي دي چې دغه راپور سراسر په دروغو اډاڼه دى او مقصد يې دپاکستان او ددې هيواد دوسله والو ځواکونو په ضد ناوړه پروپيگنډه خپرول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG