لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بخښنې نړیوالې ادارې په پاکستان کې د بیان د ازادۍ په اړه اندېښنه ښودلې


د بخښنې نړیوالې ادارې (ایمنسټي انټرنشنل) په خپل نوي راپور کې لیکلي، په پاکستان کې په زوره خلک بې درکه کیږي او خلک د بیان ازادي نه لري.

د کال ۲۰۱۷/۱۸ لپاره جوړ شوی دغه راپور وايي، د پاکستان حکومت د انټرنېټي جرمونو د مخنیوي د قانون تر نامه لاندې د بشري حقونو فعالین چې په انټرنېټ خپل بیانونه خپروي، ګواښي، نیسي او په زور سره یې بندي کوي.

ایمنسټي انټرنشنل په خپل دغه راپور کې په پاکستان کې د هغه محصل (مشال خان) یادونه هم کړې څوک چې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی و او حکومت لخوا یې ډیره لږه غندنه شوې وه.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په پاکستان کې په خبریالانو باندې نامعلومه کسان بریدونه کوي او له لږکیو (اقلیتي ډلو) سره د اقتصادي او ټولنیزو حقونو د ترلاسه کولو په وخت امتیازي سلوک کیږي.

راپور وړاندې لیکي، مذهب ته د سپکاوي په برخه کې د جوړ شوي قانون په ننګه او ملاتړ ډیر لاریونونه وشول خو دغه قانون د هغو کسانو پرضد پلی کیږي چې په انټرنېټ باندې خپل نظر شریکوي.

راپور زیاتوي، په پاکستان کې له ماشومو جونو سره د واده د مخنیوي قانون په پارلمان کې تصویب کېدو ته پرې نه ښودل شو.

همدارنګه د عزت په نامه د میرمنو وژنې اوس هم دوام لري که څه هم په ۲۰۱۶ کال کې پدې اړه جوړ شوي قانون کې دا کار جرم ګڼل شوی.

د بخښنې د نړیوالې ادارې دا راپور په داسې وخت کې خپور شوی چې په په پاکستان کې په بشري حقونو د تیریو پر خلاف پښتنو یو غورځنګ او پاڅون پیل کړی.

ددغه غورځنګ په لړ کې نن هم د پېښور په پوهنتون کې د پښتنو د حقونو لپاره اواز پورته کونکي منظور پشتین ویلي چې نور د پښتنو خلاف ظلم نشي زغملای.

XS
SM
MD
LG