لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : بدخشان کې طالبانو د پوليس په گډون ۲۷ کسان تښتولي


چارواکي وايي په سيمه کې د تښتول شوؤ پوليس او نورو کسانو راخلاصولو دپاره عمليات پيل کړی شوي
چارواکي وايي په سيمه کې د تښتول شوؤ پوليس او نورو کسانو راخلاصولو دپاره عمليات پيل کړی شوي
د افغانستان په شمال ختيز صوبه بدخشان کې طالبانو د ځايي چارواکو په گډون ۲۷ کسان تښتولي دي ، د چارواکو په وينا دغه پېښه د زيارت په ورځ رامينځته شوې ده .
د بدخشان صوبې د پوليس مشر جنرال فضل الدين ايار وئيلي د صوبې په يمگان ولسوالۍ کې چې د دوه ورځو راهسې پکې د طالب وسله والو سره جهگړه روانه ده ، پوليس په يو پټ ځايي حصار شوي او طالبانو د ځايي چارواکو په گډون ۲۷ کسان تښتولي دي .
د بدخشان په يمگان ولسوالۍ کې د نهې په سحر دغه نښته هغه وخت پېل شوي ، چې وسله والو طالبانو په سيمه بريد کړی او ادعا يې کړې وه چې ولسوالي يې په ولکه کې اخيستې ده .
د بدخشان د والي مرستيال گل محمد بيدار وئيلي چې د ولسوالۍ يوه برخه وس هم د پوليس په قبضه کې ده ، او تراوسه پورې په دغه جهگړه کې اته پوليس وژل شوي دي . هغه زياته کړې چې د پوليس په گډون ۴۰ کسان هغه وخت په سيمه کې گېر شو ، کله چې دويې سره وسله ختمه شوه .
چارواکي وايي په سيمه کې د تښتول شوؤ پوليس او نورو کسانو راخلاصولو دپاره عمليات پيل کړی شوي ، او د ملي اردو کمانډوز سيمې ته استول شوي دي . او د هيلي کاپټرو د لارې سيمې ته مرستې رسول شوي دي .
د شورو په ورځ هم د هيواد د بدخشان يمگان ولسوالۍ په گډون بيلابيلو سيمو کې تندلارو ۱۴ پوليس وژلي وو .
افغانستان کې د بدامنۍ پېښو کې زياتوالی په داسې مهال رامنځته شوی ، چې په هيواد کې د جون په ۱۴م نيټه د صدارتي ټاکنو دپاره تيارۍ روانې دي .
د روانې مياشتې په سر کې افغان طالبانو په هيواد کې د ملکي او بهر ملکي ځواکونو سره د چارواکو په نخښه کولو او عملياتو پيل کولو گواښ کړی ، او وئيلي يې ؤ چې د مئ د ۱۲م نه به په دغو عملياتو پيل کوي .
خو د دفاع دوزات دطالبانو دغه بيان تشه پروپيگنډه گرځولې وه ، او وئيلي يې ؤ چې دغه طالبانو دغه رنگ گواښ د ټاکنو په لمړي پړاؤ کې هم کړی ؤ او په هغې کې ناکامه کړی شوي وو

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG