د پاکستان د بلوچستان صوبې څخه د پولیو یوه بله پېښه هم مخې ته راغلې ده چې دې سره د روان کال په اوږدو کې په پاکستان کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره ۱۵ؤ ته رسېدلې ده.
د پاکستان د روغتیا قامي اداره ویلي، د پولیو دا تازه پېښه د بلوچستان په خاران سیمه کې مخې ته راغلې اؤ وایي دغلته د ۲۳ میاشتو یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی.
د پولیو مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه فاروق ویلي پروسږکال په بلوچستان کې د پولیو نه د خوندیتوب د څاڅکو د کمپاین مخې ته خنډان راولاړ شوي وؤ چې له هغې راپدیخوا دا صوبه د ډبلیو پي وي ون وایرس سره مخ ده.
هغې پخپل یو بیان کې ویلي چې په بلوچستان کې د پولیو ضد کمپاین مخې ته د راولاړو شوؤ خنډانو له امله ګڼ شمیر ماشومان د پولیو ضد څاڅکو له څښلو محرومه پاتې شوي وؤ چې اوس کمزوري ماشومان د هغې نتیجې ویني .
د عایشه فاروق له مخې پولیو وایرس هغه ماشومان په سمدستي توګه اغېزمن کوي چې د مدافعت قوت یې کم وي اؤ له دې امله مونږ ته دا معلومات هم کیږي چې په کومو سیمو کې مونږ نه یوازې د پولیو کمپاین سرته نه دی رسیولی بلکې د معمول حفاظتي ستنو لګولو کې مو هم کوتاهي کړې ده.
هغې ویلي مونږ د صوبایي ټیمونو سره په ګډه د راتلونکي پولیو ضد کمپاین لپاره تیارۍ کوؤ تر څو د پولیو ضد څاڅکو نه محرومه ماشومانو ته ور ورسېږو اؤ هغوي ته د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکړو.
د نیشنل ایمرجنسي اپریشن سینټر کوارډینټر انوار الحق ویلي د پولیو پروګرام لپاره د ستمبر په وړومبیو کې د ویکسین ورکولو د مهم تیارۍ پیل کړل شوي دي تر څو زیاتو اغېزمنو ضلعو کې د ویکسن ورکولو کچه کې په چټکتیا سره اضافه وکړل شي.
پخپل یو بیان کې ښاغلي انوار الحق ویلي تر اوسه د پاکستان ۵۹ ضلعو کې د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی اؤ په دې کې تر ټولو زیات کیسونه په کوټه اؤ کراچۍ کې مخې ته راغلي دي.
هغه ویلي زیاتې خطرناکې ضلعې زمونږ په ترجیحاتو کې شامل دي اؤ مونږ دا خبره باوري کولو چې ددې مهم په مهال یو ماشوم هم باید د پولیو له ویکسین محرومه پاتې نه شي.
د روان کال په مهال تر اوسه د بلوچستان نه د پولیو ۱۲، د سیند نه دوه اؤ د پنجاب نه یوه پېښه مخې ته راغلې ده.
Forum