لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسفندیار: د نقیب مسود وژنه دا پیغام دی چې پاکستان کې د هر پښتون مرګ روا دی


د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي په کراچۍ کې د نقیب مسود غیرعدالتي وژنه دا پیغام ورکوي، چې که پښتانه د پاکستان په هر ځای کې اوسېږي نو مرګ یې روا دی.

ښاغلي اسنفدیار خان دا خبرې د پېښور په باچاخان مرکز کې د خپل ګوند د تحریک د مشرانو عبدالغفار خان- چې په باچاخان مشهور دی- او عبدالولي خان د تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي. ده وویل د دې سیمې د ستونځو حل یواځې او یواځې په عدمِ تشدد کې دی:

"نه یواځې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې د ستونځو حل دا دی، چې دواړه حکومتونه [افغانستان او پاکستان] یو ځای شي او دا پرېکړه وکړي، چې موږ به باچاخاني راولو او د باچاخان بابا په سیاست به پر مخ ځو نو هله په دې ملک کې امن او ترقي راتلای شي ګنې نه شي راتلای"

پښتون ملتپال مشر اسفندیار ولي خان د تلین غونډې سلګونو ګډونوالو ته د وینا په مهال په (بابړه)، (ټکر)، (قصه خوانۍ)، (بازار کلان) او (بنو) کې د ازادۍ په لار کې د پښتنو قربانۍ یادې کړې او ویې ویل چې پښتانه تر اوسه د خپلو حقونو د غوښتلو په تور وژل کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر د خیبرپښتونخوا پر حکومت نیوکه وکړه، چې وایي تر اوسه یې د مردان د څلورکلنې کلنې ماشومې عاصمې جنسي تېري کوونکي او وژونکي ونه نیول. ښاغلي اسفندیار د قصور د زینب په وژنه د تورن کس د نیولو پر سر د پنجاب حکومت ستاینه وکړه، خو وایي د خیبرپښتونخوا حکومت تر اوسه د عاصمې په وژنه کې د لاس لرونکي په نیولو کې ناکامه دی:

"که په راتلونکو اوو ورځو کې یې موږ ته د مردان د پېښې ذمه وار را نه کړ، بیا به را پاڅېږو او احتجاج به کوو، ګرېوان ته به یې لاس اچوو او د خپلې بچۍ تپوس به موږ په خپله کوو".

که څه هم د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي تل دعوه کوي، چې د چین- پاکستان اقتصادي لاره به پر غربي لوري جوړېږي، چې له خیبرپښتونخوا به د بلوچستان پر ږوب او کوټه ګوادر ته تېرېږي، خو پښتانه او بلوڅ ملتپال دا دعوې ردوي او وایي چې د دې مهمې اقتصادي لارې پر غربي برخه تر اوسه کار پیل شوی لا هم نه دی. اسفندیار ولي خان هم په دې برخه کې د مرکزي حکومت دعوې درواغجنې وبللې: "نن پوښتنه ځنې کوو چې د سي-پیک د مغربي لوري څه حیثیت شو، څومره چې زه خبر یم مغربي لوری یې له سره ترې لرې کړی دی او چې هغه یې ځنې لرې کړی دی، نو زه بیا په هیڅ قیمت دې ته تیار نه یم چې چین-پاکستان اقتصادي لار یې وبولم، زما او زما د ګوند په نظر به دا بیا چین-پنجاب اقتصادي لاره وي."

اسفندیار ولي خان غوښتنه وکړه چې تر راتلونکو انتخاباتو مخکې دي د قبایلي سیمو خلکو ته د خیبرپښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې خپل سیټونه ورکړل شي او په آیین کې تر بدلون راوستلو وروسته دي په صوبایي حکومت کې د فاټا وزیران وټاکل شي، چې دوی د خپلو خلکو ستونځې پخپله حل کړي.

XS
SM
MD
LG