د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان وئیلي دي که وسله وال طالبان وسلې نه هم غورځوي خو حکومتي واک دې ومني، تشدد نه دې ډډه وکړي او ترهگرو سره دې اړیکې پرېکړي .
اسفنديارولي خان دغه اعلان د زيارت په ورځ پيښور کې د خدائي خدمتګار تحريک باني خان عبدالغفار خان او د گوند پخواني مشر عبدالولي خان گډې کليزې ته د وینا په وخت کړې. نوموړي وویل چې په پښتون کلتورکې دا خبره ډیره بده گڼلې شي چې چا ته د وسلې غورځولو وویل شي.
اسفندیار وینا وه چې د امن لپاره د صوفی محمد او فضل الله سره یې هم مذاکرات کړي ؤ.
نوموړي زياته کړه د فاټا اولس ته به فيصله کول وي چې ايا هغوي يوه بيله صوبه غواړي که په خېبر پښتونخوا کې گډیدل غواړي.
اسفندیار وویل چې افغانستان کې امن غواړي او پاکستان او افغانستان دې د پښتون په خاوره د امن راوستو لپاره د خبرو لپاره کېښني.
هغه وويل چې پارليمنټ دټولو ادارو بنياد دى. «ائين کې ليک دي چې يوه اداره به هم دبلې ادارې په کار کې مداخلت نۀ کوي ، نو دوي څخه دې دا امید ونۀ کړى شي چې ګنې د کوم غيرقانوني کار ملاتړ به وکړي.»
جلسې ته په وينا کې اسفنديارولي خان وويل د پاکستان دتاريخ کتابونو څخه دباچاخان او ولي خان نومونه ويستل شوي خو هغوي اوس هم پۀ زړونو کې ژوندي دي.
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان د پيښور ائيرپورټ د باچاخان په نوم کړو.
اسفنديار زياته کړه په دې خبره خوشحاله دې چې په ټول هيواد کې دسکولونو په اړه دباچاخان خوب رښتيا شوى.
هغه وويل په کوم وخت چې باچاخان دبشري حقونو خبره کوله چاته دبشري حقونو داصطلاح پته هم نۀ وه.
له دې وړاندې پخپله وينا کې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وويل دپښتنو مشرانو دازادۍ تحريک لپاره زياتې قربانۍ ورکړي.
وزيراعلي وويل خيبرپښتونخوا ته دبجلۍ دخالصې منافعې په مد کې دکليزو شپږو اربو روپو ترلاسه کيدل ناانصافي ده ، چې پکې به داضافې لپاره سياسي او ائيني جنګ کوي.
باچا خان او ولي خان په متحده هندوستان کې دبرطانوي راج څخه دازادۍ ترلاسه کولو هلو ځلو کې پښتون قام ته په لارښوونو کې ستر کردار لوبولى ؤ.
دغو دواړو مشرانو دمشرۍ دلږ ډيرانداز فرق سره تقريباً يو شان خيالات او نظريات لرل او په هيواد کې دټولو قوميتونو دحقونو لپاره کلک ولاړ وؤ، ولي خان دتندلاريتوب او مذهبي انتها خوښۍ په ضد مضبوط غږ پورته کړى ؤ.
د اى اين پي پلويان فکر کوي چې د صوبې نوم بدلول، د18م ترميم پاس کيدل، نيشنل فائنسنس کميشن ايوارډ، سوات کې دامن بحالي او ملاکنډ ډويژن ته دپوځي عملياتو وروستو دلکونو په شمير کې دکډوالو دواپسۍ پشان معاملې داى اين پي سترې لاسته راوړنې دي.
د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر افراسیاب خټک ادعا وکړه چې گوند یې په خېبر پښتونخوا کې د ټولو غټه پارټی ده او غټه شمېره کې خلک په ورستیو کې د دوي گوند کې ورگډ شوي. نوموړي زیاته کړه د اى اين پي ګڼ شمير مشران او کارکوونکي په نخښه کړل شوي او دتندلارو په ضد په پوځي عملياتو پيل کولو وروسته د دغه ګوند خواؤشا 500 کسان وژل شوي.
اسفندیار ولي وایي که طالبان وسلې نه غورځوي خو حکومتي واک دې ومني