لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو تنظیم د مشرۍ نه لرې کړی شو


ANP NYO
ANP NYO

د پښتون ژغورني غورځنګ فعاله غړی او مدني فعاله محسن داوړ د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو تنظیم (اېن وايي او) د مشرۍ نه لری کړی شوی.

په ټولنیزو رسنیو د پښتون ملتپاله ګوند دغه ګام باندې د یو شمیر خلکو لخوا نېوکې هم شوي او ځېني نورو په خپل غبرګون کې لیکلي ٫٫ محسن داوړ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د کار کولو سزا ورکړل شوې.٬٬

د عوامي نېشنل پارټۍ لخوا خپور شوي یو خبر پاڼه یا پرېس ریلیز کې ویل شوي د ګوند مشر اسفندیار ولي خان د اېن وايي او مرکزي کميټۍ ماته کړی او د دغې ټول غړي يې لري کړي.

په ټولنیزو رسنیو فعاله او مدني فعال ګوهر ننګیال په خپل فیس بک پاڼه دغه ګام غندلی او پوښتنه يې کړې چې د محسن دواړ د خپلې څوکۍ نه لرې کول ډیر سوالونه راپورته کوي.

د خېبر پښتونخوا هزاري پوهنتون د ځوانانو تنظیم په خپل فیس بک د دغې خبر محسن داوړ ته لیکلي ٫٫ مونږ ستاسو سره یو٬٬.

د عوامي نېشنل ګوند د پرېس ریلیز تر مخه فخرالدیند تنظیم نوی چېرمیناو د ټولو صوبو لپاره نوي ممبران یا غړي هم اعلان کړي. د خبر پاڼې تر مخه د ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي په د انتخاباتو وړاندې به په راروانو دوومیاشتو کې د ځوانانو تنظیم سازي کیږي او په دوو میاشتو کې به د اېن وايي او نوی مشر او غړي ټاکل کیږي.

ANP NYO
ANP NYO

د عوامي نېشنل ګوند په فیس بک پاڼه په یو بل پوسټ کې دا هم ويل شوي چې د ګوند یو غړی که هر څومره لوې هم وي به د یو بل تنظیم یا ګوند په سرګرمیو کې د عوامي نېشنل ګوند د داجازې بغیر ګډون نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG