لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فعالان وايي ضعلۍ انتظاميي ای اېن پي ته په تورخم د احتجاج اجازت ورنکړو


د عوامي نيشنل ګوند رحمان علي وي او اې ډيوه ته وویل د څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ته مومندو ته ورتلو اجازت نه و ور کړی شو ی او نن ايمل ولي خان ته اجازه ور نه کړه شوه چې تورخم ته ورشي

د عوامي نېشنل پارټۍ فعالان وايي د خېبر ضلعۍ انتظاميي ګوند ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ په تورخم پوله د احتجاج اجازت ورنکړو او د تورخم لویه لار یې تړلي وه.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبر غړي رحمان علي وي او اې ډيوه ته وويل بايد اوس سياسي هلو ځلو باندې د تير وخت په څير بې ځايه ځائ بندېزونه ونه لګول شي۔

رحمان علي وویل د بېګاه نه په خېبر کې خنډونه جوړ شوي او که څه هم "مونږ قبايلي سيمې خېبرپښتونخوا سره يو شوي دي خو اوس هم خلکو ته ازادي نشته."

عوامي نېشنل پارټۍ په ۱۰ مارچ په تورخم د احتجاج تابیه کړې وه خو د خېبر انتظاميي اجازه ورنه کړله۔ د انتظاميي چارواکي وايي د امنيت وضع خرابيدو او کرونا وايرس خوريدو له ويرې يې سختي جوړه کړې ده.

د خېبر په شمول د خېبرپښتونخوا د نویو ضلعو سياسي او مدني فعالان وايي د پخوانۍ فاټا د ختمیدو او په صوبه کې د شاملېدو باوجود هم په ازاده توګه سياسي هلې ځلې او احتجاجونه نه شي کولی او مشکل سره مخامخ کیږي.

څيړونکي وايي په سياسي هلو ځلو بنديزونه او سختيو د لاسه، قبايلي سيمې خلک سياسي او ائيني حقونو نه محرومه ساتل شوي دي۔

د عوامي نيشنل ګوند رحمان علي وي او اې ډيوه ته وویل د انګريز د وخت د اېف سي ار قوانینو په ضد خلکو مبارزه وکړه خو د سيمې اوسېدونکي سیاسي ازادي نه لري او څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ته مومندو ته ورتلو اجازت ور نه کړی شو او نن ايمل ولي خان ته اجازه نه وه چې تورخم ته ورشي.

څو ورځې وړاندې انتظاميه چارواکو په جنوبي وزيرستان کې ۱۴۴ ماده او په شمالي وزيرستان کې يې ګرځبنديز لګولئ وو۔ او هم دغه رنګې د مومند انتظاميي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين سیمې ته د ورتګ نه منع کړی و او هلته یې ۱۴۴ ماده يې لګولې وه۔

په کال ۲۰۱۸ کې د ۲۵ ائيني ترميم نه وروسته قبايلي سيمې خېبرپښتونخوا کې ضم شوي او سیمو ته د ملک د نورو برخو په شان د پاکستان ائين، قانون او سیاسي حقونو غځول شوي دي۔

خو د سياسي ډلو غړي تور پورې کوي د خېبر پښتونخوا په نویو ضلعو کې د دوی د سياسي، ائيني او قانوني حقونو په لويه کچه سر غړونې روانې دي۔

د سیمې یو سياسي کارکونکی فضل الرحمان اپريدۍ وايي د صوبې نورو وګړو په رنګ د پخوانیو قبايلي سیمو خلک هم سياسي ازادي غواړي۔

دی وايي پکار ده اوس خلکو ته د سياسي شعور او پوهې په اساس سياسي ازادي ورکړل شي او دوی حق لري چې په دې هېواد کې د برابرۍ په بنیاد وخت تير کړي۔ "که داسې ونه شي نو حالات ډېر خراب شي ځکه چې هم هغه رنګې محروميانې پيدا کېږې او زده کونکي او نور هنرمندان فکر کوي چې دا هرڅه ولې داسې روان دي؟"

XS
SM
MD
LG