لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا سپریم کونسل او ګرینډ الاېنس د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو پرضد احتجاج کړی


د پاکستان قبايلي سيمو نه راغلي سلګونو خلکو نن د اسلام آباد په چاېنا چوک کې د قبايلي سيمو ازاد حیثیت ختمولو په ضد احتجاجي مظاهره کړی ده. دغه غونډه د فاټا سپريم کونسل او فاټا ګرينډ الائنس لخوا د انظمام په ضد را غوښتل شوې وه.

غونډه کې د قبايلي سيمو څخه د پښتونخوا ملي اولسي ګوند، جمعيت علماء اسلام فضل الرحمن او د پاکستان تحریک انصاف قامي اسمبلي غړې عائشه ګلالۍ ګډون وکړو او د قبايلو د آزاد حيثيت ساتلو غوښتنه يې کړې ده.

خو د پاکستان تحریک انصاف پخوانې غړې او د قامي اسمبلۍ غړې عاېشه ګلالۍ په سټیج نه ده پریښودل شوې. خو د دغه مظاهرې انتظام کونکو هغه تر ټولو شا ته کښینوله. په دغه ګام عاېشه ګلالۍ د مظاهرې نه په خفګان ستنه شوه.

د انتظامې وینا وه چې په قبایلي رواج کې زنانه په سټیج یا داسې موقعو مخامخ ناسته نه شي کولی.

د جمعیت علماء اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان د وینا پر مهال وویل، دا د پاکستان اساسي قانون وايي چې د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه به تر هر ډول پرېکړه وړاندې د دې سیمو له ولس څخه تپوس کېږي. مولانا فضل الرحمان ویلي، د قبایلي سیمو د راتلونکي پرېکړه به د دې سیمو ولس په خپله خوښه کوي.

په دې غونډه کې د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر څنګ د قبایلي سیمو یو شمېر پارلماني غړو، قبایلي او سیاسي مشرانو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.

پښتون ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د قبایلي سیمو په خیبرپښتونخوا د ګډولو مخالف دی.

د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په ډاګه کړې ده چې دوی به په هیڅ صورت د دې اجازه ورنکړي چې قبایلي سیمې دې د قبایلي ولس له رایې اخیستلو پرته په خیبر پښتونخواګډې کړل شي.

خو بل پښتون ملتپال عوامي نشنل ګوند بیا په هغه غاړه کې شامل دی چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول غواړي. د عوامي نشنل ګوند مشرتابه څرګنده کړېده چې دوی قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول د قبایلي سیمو په ګټه بولي.

د عوامي نشنل ګوند په ګډون یو شمېر نور ګوندونه او د قبایلي سیمو ځینې پارلماني استازي په قبایلي سیمو کې د ټولپوښتنې یا ریفرنډم خبره ردوي او وايي چې زیاتره ولس له دوی سره ملګری دی.

دې غونډې ته د پاکستان د پخواني سفیر ایاز وزیر تر څنګ یو شمېر نورو قبایلي او سیاسي مشرانو هم ویناوې وکړې.

په پاکستان کې له تېر شاوخوا یو کال راهسې په دې اړه هلې ځلې تودې شوي چې قبایليسیمې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي او که نه بېله صوبه ترې جوړه کړل شي. د پاکستان مرکزي حکومت وايي دوی دې ته ژمن دی چې په قبایلي سیمو کې به اصلاحات عملي کوي او دا بهیر به د دوی په وینا ډېر ژر پیل کړي. خو د اپوزېشن ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په عملي کولو کې له ځنډه کار اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG