لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو ضد مقاومت وايي د پنجشیر د 60 فیصد نه زیاته برخه یې په ولکه کې ده


د ملي مقاومت جبهې مشري احمد مسعود کوي

که څه هم طالبان د پنجشیر د نیولو دعوه کوي خو د طالبانو په ضد د مسلح مزاحمت یو چارواکي ویلي د ولایت د 60 فیصد نه زیاته برخه د دوی په ولکه کې ده خو حالات کرکېچن دي.

د "ملي مقاومت جبهې" د خارجه چارو مسول علي نظري د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د هېرېټیج فاونډېشن نومې څېړنې ادارې یوې غوڼدې ته وویل حالات د دوی د خواهش سره سم خوشبینه نه دي خو "لا اوس هم امید شته."

هغه وویل پنجشیر ته د طالبانو د داخلېدلو دا مطلب نه دی چې دوی ماتې وخوړلو خو دوی د خپل تګلارې په ترڅ کې په شا تللي دي.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې د پنچشیر د 60 نه تر 65 فیصد پورې برخه د ملي مقاومت جبهې په ولکه کې ده. هغه زیاته کړه چې د زرګونو په شمېره کې وسله وال په پنجشیر او په خوا او شا ولسوالیو کې موجود دي چې د جنګېدو جذبه لري.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد دا هفته پنجشیر د نیولو دعوه کړې وه
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد دا هفته پنجشیر د نیولو دعوه کړې وه

د علي نظري د خبرو نه وړاندې د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد دا هفته ویلي وو چې طالبانو ټول پنچشیر ونیولو خو د جمعې په ورځ طالبانو هم دا خبره ومنله چې د مزاحمت وسله والو په غرونو کې پناه اخیستې ده.

د طالبانو د ثقافتي کمیټۍ غړي انعام الله سمنګاني په یو بیان کې وویل چې په پنجشیر کې د طالبانو مخالفو وسله والو سره خبرې دوام لري چې عادي ژوند ته راتګ ته اماده کړی شي.

خو د وي او ای رپورټ وايي پنجشیر نه د جګړې او د خلکو د وتلو رپورټه نه راځي او ځینې مقامي خلک مطبوعاتو ته وايي چې طالبانو ولایت نیولی دی.

XS
SM
MD
LG