لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قاضي فايزعيسى کېس د ایف بي ار ته لیږلو پرضد اپيل کوو، د وکيلانو تنظيمونه وایي


د پاکستان سپريم کورټ یا ستری محکمی د جون په نولسمه نیټه د قاضي فایز پرضد حکومتي رېفرنس کالعدم ګرځولې وو او د هغه د کورنۍ د غړو د جاېدادونو د پلټونو کار یې اېف بى ار ته لېږلې وو.
د پاکستان سپريم کورټ یا ستری محکمی د جون په نولسمه نیټه د قاضي فایز پرضد حکومتي رېفرنس کالعدم ګرځولې وو او د هغه د کورنۍ د غړو د جاېدادونو د پلټونو کار یې اېف بى ار ته لېږلې وو.

پاکستان کې د وکيلانو تنظيمونو پاکستان بار کونسل او سپريم کورټ بار اېسوسى اېشن د سپريم کورټ د جج جسټس قاضي فايزعيسى پرضد د داېر کړې شوى صدارتي رېفرنس په مقدمه کې د سپريم کورټ د فېصلې خلاف په ستره محکمه یا سپریم کورټ کې د بيا کتنې اپيل-خواست جمع کولو اعلان کړی.

د پاکستان سپريم کورټ یا ستری محکمی د جون په نولسمه نیټه د قاضي فایز پرضد حکومتي رېفرنس کالعدم ګرځولې وو او د هغه د کورنۍ د غړو د جاېدادونو د پلټونو کار یې اېف بى ار ته لېږلې وو.

پر قاضي فایز عیسی تور لګېدلی وو چې ښځه یې له هېواده بهر جایدادونه لري خو د هغه دریځ وو چې دغه جایدادونه په ده پورې هیڅ اړه نه لري. د قاضي عیسی وکیل منیر اې ملک هم عدالت ته ویلي وو، چې مؤکل یې کله د خپلې مېرمنې جایدادونه ځان ته نه دي منسوب کړي.

د سپریم کورټ د لس کسیز بېنچ اوو قاضیانو امر کړ‌ی وو، چې د قاضي فایز عیسی او د هغه د مېرمنې د ټیکسونو معامله دې د مالیې مرکزي ادارې ته ولېږل شي او په دوو میاشتو کې دې یې پلټنې بشپړې شي، خو درو قاضیانو منصور علي شاه، جسټس مقبول باقر او جسټس یحیی اپریدي ایف بي آر ته د معاملې د لېږلو مخالفت کړی ؤ.

د پاکستان بار کونسل وائس چېرمېن عابد ساقي وي او اې ډیوه ته ويلي دوى د اعلى عدالت د لنډې فېصلې په نهم پېرا ګراف سخت تشویش لرى او ګڼى چي د هيواد طاقتوره پوځي اسټيبلشمنټ د جسټس فاېز عيسى د ښځې او بچو د جاېدادونو د پلټنو په معامله کې هغوى د محصولاتو د مرکزي بورډ په کار اثر انداز کېدئ شي.

عابد ساقي وویل د هېواد ایین یا اساسي قانون اغیزمن شوي فریق ته د نظرثانې یا د بیا کتنې اختیار ورکوي او د سپریم کورټ په لنډه فیصله کې د نهم پېرا ګراف ضروت نه وو او دغه برخه دوی اضافي ګڼي او د دغه برخې پرضد به دوی سپریم کورټ ستره محکمه کې خواست جمع کوي.

عابد ساقي وایي: ”د مالیې مرکزي اداره (ایف بي ار) د حکومت یوه اداره ده او چېرمېن یې هم حکومت ټاکي او تبادله یې کوي. نو څنګه به د حکومت یو کارمند د حکومت د مرضی پرضد کار وکړی شي“.

عابد ساقي ویلي چې د صدراتي ریفرنس د لغوه کیدو سربیره ، د عدلیه خپلواکي د ګواښ سره مخ ده.

د سپریم کورټ بار کونسل پخواني وائس چېرمېن سید امجد علی شاه وي او اې ډیوه ته ویلي چې سپریم کورټ د دوی لخوا را پورته کړل شوي دریو نکتو ته په قضیې کې پام نه دی کړی نو ځکه دوی د دغه فیصلې پرضد د نظرثانی خواست جمع کوي.

امجد علی شاه وایي: ”د جسټس قاضی فایز عیسی د میرمن د اثاثو د پلټنو په کیس کې د هېواد طاقتوره پوځي ایسټبلیشمنټ د ایف بي ار په کار اثرانداز کېدی شي“.

د سپریم کورټ په پرېکړه کې ویل شوي چې د ایف بي آر چارواکي به تر پلټنو وروسته خپل رپوټ د اعلی عدالت له رجسټرار سره جمع کوي او هغه به ټول تفصیل سپریم جوډیشل کونسل یا عدالتي شورا ته سپاري.

سپریم جوډیشل کونسل به د مالیې د مرکزي ادارې د پلټنو ارزونه کوي او بیا به دا پرېکړه کوي چې د قاضي فایز عیسی په ضد قانوني ګامونه واخلي او که نه.

تېر کال د پاکستان د صدر عارف علوي له لوري سپریم جوډیشل کونسل ته د سپریم کورټ د جج قاضي فایز عیسی په ضد لېږل شوي ریفرنس کې تور لګول شوی وو چې نوموړی جج د هېواد نه بهر اثاثې لري خو دغه اثاثې یې له حکومته پټې ساتلې دي.

قاضي فایز عیسی پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي وو او سپیناوی یې کړې وه چې له هېواده بهر د هغه کومې پنګې دي هغه یې د ښځې او بچیو دي چې وایي هغوی د ده له کفالته بهر دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG