لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب حمله کونکي په اسرایل کې څلور کسان وژلي


د رویټرز خبري ادارې ترمخه پولیس ویلي حمله کونکی د اسرایل عرب شهري او د های سکول پخوانی استاذ و چې د داعش وسله والې ډلې سره د مبینه اړیکو په سر یې قید هم تېر کړی و
د رویټرز خبري ادارې ترمخه پولیس ویلي حمله کونکی د اسرایل عرب شهري او د های سکول پخوانی استاذ و چې د داعش وسله والې ډلې سره د مبینه اړیکو په سر یې قید هم تېر کړی و

يو عرب حمله کونکي د اسرایل په جنوبي ښار بئر السبع کې څلور کسان وژلي چې په ورستي کلونو کې تر ټولو خونړۍ حمله ده. پولیس ویلي یو لاروي تن حمله کونکی په ډزو وژلی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه پولیس ویلي حمله کونکی د اسرایل عرب شهري او د های سکول پخوانی استاذ و چې د داعش وسله والې ډلې سره د مبینه اړیکو په سر یې قید هم تېر کړی و. دغه حمله د نهې، سه شنبې، په ورځ وشوه.

پولیس ترجمان اېلي لېوي وویل یو شهري په خپل سر ګام واخیستلو او د چاړه په لاس حمله کونکی یې ووژلو.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه دغه حمله د بئر السبع ښار د ګڼې ګوڼې په برخه کې شوي ده او ځینو خلکو یې وډیوګانې هم جوړې کړې دي چې په تلویزین ښودل شوي هم دي.

رویترز وايي په اسرایل او فلسطیني علاقو کې تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی چې په اپرېل کې روژه شروع کېږي او په تېرو وختونو کې د روژې په میاشت کې په تشدد کې اضافه لیدل شوي ده.

اسرایلي وزیر نفتالي بېنټ ویلي د حملې وروسته اسرایلي امنیتي ځواکونو څارنه زیاته کړې ده.

په واشنګټن کې د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس وویل امریکا د "کرکې وړ…ترهګرحملې" غندنه او د وژل شویو کسانو کورنیو سره غمرازي کوي. نېډ پرایس وویل امریکا تیاره ده چې د حملې په تحقیقاتو کې د اسرایلي حکومت ملاتړ وکړي.

پولیس او د اېمبیولانس یوې ادارې وویل حمله کونکي دوه ښځې او یو سړی ووژلو او په یو تن یې خپل موټر ور وخیژولو او نور کسان یې د تېلو په پمپ او په یو مارکېټ کې په چاړه ووهل. په حمله کې دوه کسان زخمیان شوي دي.

رویټرز وايي د کال 2017 راهسې په اسرایل کې په یوه حمله کې د وژل شویو کسانو دغه تر ټولو زیاته شمیره ده. په 2017 کې یو فلسطیني په یروشلم کې په خپل ټرک څلور اسریلي عسکر ووژل او هغه هم په ډزو ووژل شو. د رپورټ ترمخه په تېرو څو هفتو کې په مشرقي یروشلم او وېسټ بېنک د چاړه ګڼ شمېر حملې شوي دي او مشکوک حمله کونکي اسرایلي ځواکونو وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG