د ۲۲ عرب هېوادونو تنظیم عرب لیګ غوښتنه کړې چې د اسرایل ترڅنګ د فلسطینیانو دپاره د جدا وطن تر جوړېدو پورې دې په فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو امن ساتونکي ځواکونو وګمارل شي. د ملګرو ملتونو ویاند ویلي په فلسطیني علاقو کې د نړیوالو ځواکونو په ځای کولو اختیار د سلامتي کونسل سره دی.
د عرب لیګ اعلامیه
خبري ادارې ای ایف پي په یو خبر کې و یلي د زیارت پنجشنبې په ورځ په بحرین ماناما کې د امن کانفرنس په مهال د بحرین د باچا حماد او د فلسطیني ادارې د صدر محمود عباس په خواهش د ملګرو ملتونو د سوري لاندې د دوه ریاستي حل لپاره د یو نړیوال کانفرنس راغوښتلو غږ هم وشو .
د عرب لیګ په غونډه کې په غزه کې د فوري ډزبندۍ او دا غوښتنه هم وشوه چې د فلسطینانړ په زور د بې ځآیه کولو عمل دې هم ودرول شي.
د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس غونډې ته ویلي چې د دوی مخالفه ډلې حماس د تیر کال اکتوبر په میاشت کې اسرایل ته په غزه کې دجنګ راجوړولو لمړیتوب او جواز په لاس ورکړلو.
د ماناما په ډیکلیریشن کې د فلسطین په ټولو ډلو د فلسطین لبریشن ارګنایزیشن د سوري لاندې په راټولیدو زور راوړی شوې کوم چې د صدر محمود عباس د واکمنه ډلې فتح موومنټ د اثر لاندې دې.
د ملګرو ملتونو غبرګون
د ملګرو ملتونو ویاند دعرب لیګ لخوا په فلسطین کې د نړیوالو امن ساتونکو په ځای کولو غوښتنې ته په ځواب کې ویلي دي جې دا د سیکیورټي کونسل اختیار دی او دا چې د فریقینو لخوا قبولیت ترلاسه کړي.
غونډې ته د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل انتونیو ګتریش خپله وینا کې وویل د غزه جنګ یو پرانستې زخم دی او ددې نه ټوله سیمه په خطر کې ده.
انتونیو ګټریش په فوري توګه بغیر له څه شرطونو د ټولو یرغملیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه .
ګټریش زیاته کړه د تشدد د مستقل ختمیدو او استحکام یواځینی لاره د غلته دوه ریاستونه جوړول دي.
د امریکا وزارت ویاند
ای ایف پی وايي د امریکا خارجه وزارت ویاند ویدانت پټیل د زیارت په ورځ د یو خبري کانفرنس د یوې پوښتنې په خواب کې وویل چې امریکا تر اوسه د عرب مشرانو د غونډې د غوښتنو په اړه لا څه دریځ نه دی وړاندی کړی خو وايي چې په فلسطینیو سیمو کې د نړیوالو ځواکونو په څای کولو وړاندیز به د جنګ د ختمیدو نه وروسته زیات د قبلولو وړ وي.
هغه ویلي امریکا یې مخالفت نه کوي خو ګڼي دا به د اسرایل هغه هسې ناکامه کړي چې غواړي حماس ته ماتې ورکړي .
د اسرایل دریځ
اسرایل لخوا پرې څه غبرګون مخې ته نه دې راغلی خو اسرایل پرله پسې وايي تر څو د حماس لخوا ټولو یرغملیان خوشې کړی شوي نه وي او حماس یې ختم کړی نه وي پوځي عملیات به یې دوام ولري. اسرایل تر اوسه هغه ټولو نړیوالې غوښتنې نه دي منلې چې پکې په رفح د کوم غټو عملیاتو نه کولو ویل شوي دي .
د حماس بیان
حماس د عرب لیګ د غوښتنې ستاینه کړې ده او په عرب هېوادونو یې زور راوړی چې د غزه جنګ ودرولو لپاره دې داسې ګامونه پورته کړي چې اسرایل جنګ ودرولو ته مجبوره شي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د برید وروسته په غزه کې د روانې جګړې وروسته د عرب لیګ دا دویمه غونډه ده .
ددې نه وړاندې د تیر کال نومبر په میاشت کې هم په سعودي عرب کې یوه بیړنۍ غونډه شوې وه چې پکې د جنګ په فریقینو د فوري ډز بندۍ ، د ټولو یرغملیانو د خوشې کولو او د نړیوالو مرستو غوښتنې شوې وې.
Forum