لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فټ بال ورلډکپ : ارجنټائن او هالېنډ به سيمي فائنل کې مخامخ کيږي


 خالي په ورځ په درېم کوارټر فائنل مېچ کې ارجنټائن ـ بيلجيئم ته په 1- 0 گول ماتې ورکړې وه ، او سيمي فائنل ته په رسېدو کې بريالی شوی ؤ .
خالي په ورځ په درېم کوارټر فائنل مېچ کې ارجنټائن ـ بيلجيئم ته په 1- 0 گول ماتې ورکړې وه ، او سيمي فائنل ته په رسېدو کې بريالی شوی ؤ .

په برازيل کې روان د فټ بال نړيوال کپ د کوارټر فائنل مېچونو د پړاؤ په څلورمه لوبه کې هالېنډ ـ کوسټاريکا ته په ۴ـ۳ پينلټي ککس گولونو باندې ماتې ورکړه ، او سيمي فائنل ته ورسېدو . د هالېنډ لوبډله به په سيمي فائنل مېچ کې ارجنټائن ته مخامخ کيږي .

برازيل کې روان د فټ بال ۲۰م نړيوال کپ د کوارټر فائنل مېچونو د پړاؤ په اخرنۍ لوبه کې د خالي په ورځ د هالېنډ او کوسټاريکا ترمينځ مېچ کې د هالېنډ لوبډلې په ۳-۴ پينلټي ککس گولونو باندې کوسټاريکا ته ماتې ورکړه .

په مېچ کې دواړو ټيمونو څو ځله په يو بل د گول کولو پوره هڅې وکړې ، ولې د لوبې په ټاکلي وخت ۹۰ منټونو او بيا په نورو اضافي ورکړی شوؤ ۳۰ منټونو کې يو ټيم هم په گول کولو کې بريالی نه شو ، او د مېچ فېصله په پينلټي ککس گولونو باندې وشوه .

د هالېنډ ټيم تېر ځل د فټ بال نړيوال کپ فائنل ته رسېدلی ؤ .

د خالي په ورځ په درېم کوارټر فائنل مېچ کې ارجنټائن ـ بيلجيئم ته په 1- 0 گول ماتې ورکړې وه ، او سيمي فائنل ته په رسېدو کې بريالی شوی ؤ .

د ارجنټائن او بيلجيئم ترمينځ ترسره شوې لوبې په سر کې د ارجنټائن لوبغاړي گوانزالو هيگوائن د بيلجيئم په ضد يو گول کړی ؤ . او بيا د لوبې ختمېدو پورې په مېچ کې بل گول نه ؤ شوی .

د ارجنټائن ټيم ۲۴ کاله وړاندې د فټ بال په نړيوال کپ کې سيمي فائنل رسېدلی ؤ ، او نن يې دغه کاميابي ترلاسه کړه .

دهالېنډ او کوسټاريکا ترمينځ د مېچ سره د فټ بال نړيوال کپ د کوارټر فائنل مېچونو پړاؤ سر ته ورسېد . او د جولائۍ په اتمه نېټه به په لمړي سيمي فائنل کې د برازيل او جرمني ـ او بيا په نهمه جولائۍ به د هالېنډ او ارجنټائن لوبډلې په دوهم سيمي فائنل کې يو بل ته مخامخ کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG