لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ارمینیا او ازربایجان بیا په یو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګولي


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو هم د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل د ارمینیا او ازربایجان خارجه وزیرانو ژمنه کړي چې د ډزبندۍ پابندي به کوي

د ارمینیا او ازربایجان تر منځ په دریم ځل ډز بندي شوي خو داسې ښکاري چې عمل پرې نه کیږي او دواړو خواو په یو بل د اور بند د خلاف ورزۍ الزامات لګولي دي.

د امریکې په منځګریتوپ شوي ډزبندي د ګل، دوشنبې، په ورځ د مقامي وخت سره سم سحر اته بجې عملي کېدونکي وه.

د ازربایجان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل ارمینیايي ځواکونو په تارتار او لچین علاقو کې په ګڼ شمېر کلیو ګوله باري وکړه چې د ډربندي سرغړونه ده.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وایي د ارمینیا خارجه وزارت هم دغه ډول تور ولګوولو او وه یې وېل ازري ځواکونو د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ کې په بېلا بېلو علاقو کې د توپخانې ګزارونه وکړل.

د ازربایجان او ارمینیا ترمنځ د ورستۍ ډزبندۍ اعلان د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ او ازربایجان او ارمینیا د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې وکړو.

د امریکې دصدر ډانلډ ټرمپ د ټوېټردلارې د ارمینیا وزیراعظم او د ازربایجان صدر ته په ډزبندۍ مبارکي ورکړه.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو هم د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل د ارمینیا او ازربایجان خارجه وزیرانو ژمنه کړي چې د ډزبندۍ پابندي به کوي.

XS
SM
MD
LG