لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راحيل شريف: د کډوالو بيرته ستنېدو عمل به د راتلونکې مياشتې نه پېل شي


 شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن او خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم د جنگيالو په ضد د روانو پوځي عملياتو له کبله د لکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي دي .
شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن او خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم د جنگيالو په ضد د روانو پوځي عملياتو له کبله د لکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي دي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان نه د کډوالو بيرته خپلو علاقو د ستنېدو عمل به د راتلونکې مياشت څخه په مرحله وار انداز پېل شي ، او د دغې کار دپاره د جوړې منصوبې لاندې به پوځ د سياسي حکومت او قبائيلي انتظاميي کلکه مرسته کوي .

شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن او خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم د جنگيالو په ضد د روانو پوځي عملياتو له کبله د لکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي .

د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دغه خبره د خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې د قامي اېکشن پلان په اړه راجوړې غونډې په مهال کړې ده .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار د بيان ترمخه پېښور کې د خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو دپاره د جوړې اعلي کچې کميټۍ غونډه شوې ، چې پکې د صوبايي حکومت چارواکو او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په گډون لوړ پوځي افسرانو گډون کړی ، او غونډه کې د قامي اېکشن پلان (اېن ای پي) د عملي کولو په اړه خبرې اترې شوي دي .

پوځي بيان کې وئيل شوي غونډه کې د اېن ای پي په تناظر کې د صوبې او قبائيلي علاقو د امنيت او کډوالو د واپسۍ په اړه خبرې شوي ، او په دغه مهال د ضرب عضب او خېبر ون په نوم د روانو پوځي عملياتو جائزه اخيستل شوې ده .

غونډې ته په وينا کې جنرال راحيل شريف د قبائيلي سيمو او خېبرپښتونخوا د خلکو د قربانو ستائينه کړې ، او وئيلي دي د قبائيلي علاقو او خېبرپښتونخوا اولس په بهادرۍ د ترهگرو مخې ته ودرېدلی او په شا يي تمبولي دي .

نوموړي زياته کړې پېښور کې په سکول د ترهگرۍ د بريد وروستو ټول قوم د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ د نوغي ويستو دپاره يو شوی دی . هغه غونډې ته باور ورکړو چې پوځ به په قامي اېکشن پلان په تېزۍ او انصاف سره عمل کوي ، او د قبائيلي سيمو او صوبې نه به نه يواځې د ترهگرو بلکې د ترهگرو د ملگرو ، مرستيالانو او هغويي ته د اسانتياؤ برابرؤنکو خاتمه وکړي .

جنرال راحيل شريف غونډې ته دا باور هم ورکړی ، چې د قبائيلي سيمې نه د کډوال شوؤ خلکو د بيرته ستنېدو په لړکې چې د دغې کار د وړاندې نه منصوبه بندي شوې ده او دا کار به د راتلونکې مياشت نه په مرحله واره توگه پېل شي ، په دغې عمل کې به پوځ د صوبايي حکومت او قبائيلي انتظاميي سره اوږه په اوږه وي .

پوځي بيان کې وئيل شوي ، چې د خېبرپښتونخوا صوبې گورنر مهتاب احمد عباسي او وزيراعلي پروېز خټک د پوځ لخوا د قبائيلي سيمو او صوبې نه د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ د ختمولو د خبرې ستائينه کړې ، او په سيمه کې يي د ترقۍ عزم څرگند کړی دی . گورنر او وزيراعلي د امنيت د کوټلي پلان په گډه د عملي کولو په خبره زور راوړی ، او دواړو په سيمه کې د امنيت په ځايي کولو دپاره د سخت محنت کولو وئيلي دي .

د ائي اېس پي ار د بيان ترمخه د صوبې په سطح د اعلي کچې نوې جوړې شوې کميټۍ چې په ورستيو کې يي د قامي اېکش پلان لاندې منظوري ورکړی شوې ده ، د سيکيورټي د طريقه کار د مربوط جوړولو دپاره دا کميټۍ په ټولو صوبو کې قائم کړی شوي دي .

پېښور کې په ترسره شوې غونډه کې د صوبې گورنر مهتاب عباسي ، وزيراعلي پروېز خټک او د صوبې او قبائيلي سيمو د لوړ پوړو چارواکو سره د پېښور کور کمانډر هم گډون کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG