څېړونکي: د پاکستان پخواني پوځي مشر پروېز مشرف د پوځي عملیاتو لکبله بلوچستان کې تراوسه پورې امنیتي وضع خرابه ده
د پروېز مشرف په واکمنۍ کې بلوچستان کې پنځه ځله پوځي عملیات شوي چې پکې په ۲۰۰۶ کال کې د بلوچستان پخوانی ګورنر او د بګتي قبیلې بزرګ مشر نواب اکبر بګتي هم وژل شوی وو. بلوچستان کې تراوسه پورې بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال د حکومتي ځواکونو خلاف جنګ کوي نور حال د ډیوه خبریال حمید سمسور په رپوټ کې