لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ په کچه د جرمي تنظیمونو په تحقیقاتو کې اته سوه کسان ګرفتاره شول


د ټروجان شیلډز عملیاتو په لړ کې نیوزېلېنډ کې د جرمي تنظیمونو نه د پېسو ډک بکس چې امنیتي مامورینو ترلاسه کړی
د ټروجان شیلډز عملیاتو په لړ کې نیوزېلېنډ کې د جرمي تنظیمونو نه د پېسو ډک بکس چې امنیتي مامورینو ترلاسه کړی

د قانون د نافذولو چارواکو د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې د نړۍ په کچه د منظمو جرائمو په یو لړ پراخو تحقیقاتو کې، د اته سوو (۸۰۰) نه زیات شکمن کسان نیول شوي، دوه دېرش (۳۲) ټنه مخدره مواد او یو سلو اته څلوېښت (۱۴۸) میلینه ډالره ضبط کړی شوي دي.

دا پراخ عملیات چې د ټروجان شیلډز په نوم پیل شوي و، په شپاړسو ملکونو کې روان و او په نتیجه کې یې د ملزمانو، مخدره موادو، او پیسو ترڅنګ، دوه نیم سوه (۲۵۰) وسلې او پنځه پنځوس (۵۵) قیمتي ګاډي هم د امنیتي مامورینو قبضې ته ورغلي دي. دا خبرې چارواکو د نېډرلېنډز په هېګ ښار کې یو خبري کنفرانس ته وکړې.

د نېډرلېنډز د قامي پولیسو مشر کانسټېبل جنین فان ډېنبرګ وویل چې د تروجان شیلډز بین الاقوامي عملیات، جرمي شبکو او سازمانونو ته په ټوله نړۍ کې یو بی ساری ټک ورکړی دی.

د امریکا د فېډرال تحقیقاتي ادارې (اېف بي آی) د جرمي تحقیقاتو مرستیال کالوين شایورز وویل، « کله د ټولې نړۍ نه د قانون د انفاذ بین الاقوامي شریکان سره په ګډه کار وکړي او د بین الاقوامي جرمي تنظیمونو د پېژندلو، دړې وړې کولو او له منځه وړلو په خاطر شریک تحقیقات وکړي، نو د تروجان شیلډز عملیات، یو روښانه مثال دی چې په دې صورت کې مونږ څه ترلاسه کولی شو.»

چارواکو وویل چې د دې تحقیقاتو د کامیابېدو راز په دې کې و چې د قانون د انفاذ چارواکو د مشکوکو مجرمینو د منصوبو په اړه معلومات اورېدل.

مخکې تر دې، چارواکو دوه رازداره پلټفارمونه – اېنکروچټ او سکای اي سي سي – تړي و کوم چې جرمي تنظیمونو به خپل منځ کې د خبرو دپاره کارول. د چارواکو په وینا، په دې سره د مخدره موادو د سمګلېنګ جرمي ډلې مجبوره شوې چې د خپلو رابطو دپاره نیوي امن ټلیفونونه پیدا کړي. دا ټلیفونونه په پټه اېف بي آی د دوی اختیار کې ورکړل چې په کې د انوم په نامه یو اېپ هم لګېدلی و، خو جرمي ډلې په دې نه پوهېدې چې دا ټلیفونونه اېف بي آی په قصده د دوی اختیار کې ورکړي چې د دوی له رابطو او خبرو نه خبر شي.

په دې سره، د امریکا د تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) په تېرو اتلسو میاشتو کې څه باندې درې سوه (۳۰۰) جرمي ډلو ته په سلو ملکونو کې دغه ټلیفونونه وویشل چې د جرمي ډلو کسانو فکر کاوه دا به امن ټلیفونونه وي. په دې توګه هغو به چې په دې ټلیفونونو څه رابطې نیولې د انوم اېپ د لارې به امنیتي ادارې ورباندې خبرېدلې او دا به ورته روښانه کېدله چې د دوی مخدره مواد له کومه ځایه چېرته ځي او همدا ډول د نورو منصوبو جزییات به یې هم دوی ته ورښکاره کېدل.

د ټروجان شیلډز عملیاتو مشري د اېف بي آی په غاړه وه، خو په دې عملیاتو کې د امریکا د مخدره موادو ضد اداره، د یورپي اتحاد د پولیسو اداره یا یوروپول، او په څه باندې لسو هېوادونو کې د قانون د انفاذ ادارې شاملې وې.

یوازې په آسټرالیا کې، د چارواکو په وینا، دوه سوه و څلورویشت (۲۲۴) کسان ګرفتاره شول، څه باندې څلور ټنه مخدره مواد او پنځه دېرش (۳۵) میلینه ډالره نغده پېسې ضبطې شولې. دا ټول عملیات درې کاله روان و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG