لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هېومن رائټس واچ : طالبانو سره د سولې خبرو کې دې ښځو حقونه پام کې وساتل شي


هېومن رائټس واچ : طالبانو سره د سولې خبرو کې دې ښځو حقونه پام کې وساتل شي

د بشري حقونو د څارنې یوې وتلي نړیوالی ادارې د افغان حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړیو نه غوښتنه کړی چې دا خبره دی یقیني کړي چې طالبانو سره د سولې خبرو کې به د ښځو د حقونو په برخه کې ترلاسه شوي گټې نشي ختمولی.

د نهې په ورځ د بشري حقونو ډلی هیومن رائټس واچ لخوا خپور شوې رپوټ واي افغان حکومت د طالب جنگیالو سره د پخلاینې په پروسه کې د ښځو د حقونو خوندي کولو ته پام نه دی کړی.
هېومن رائټس واچ وایي د ښځو حقونه لکه چې کار وکړي ، زدکړه ترلاسه کړی او په سیاسي هلوځلو کې برخه واخلي په کلکه توگه طالبانو سره دی پخلاینې کومې پروسې په وخت خوندې کړی شي.
دغه رپوټ زیاتوي هغه سیمې چې د طالبانو کنټرول لاندې دي طالبانو زدکړه ترلاسه کولو یا بیا کومه وظیفه لرلوپه هڅه کې ښځې یرولي، بریدونه یې په کړي او عن تر دې چې وژلي هم دي.
د بشري حقونو د څار ډله وایي د روغې جوړې په هڅو کې دی سنگین جرمانو پر سر سزا ورکول ارومرو یقیني کړې شي. هېومن رائټس په دې خبرې هم ټینگار کړی چې کوم کسان په تېروخت کې د ښځوپرضد دتشدد په پېښو کې ککړ دي هغوي ته دی واک اختیار کې برخه نه ورکړی شي.

XS
SM
MD
LG