لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي وزیراعظم وائې بې اعتمادي پاکستان سره ملگرتیا کې خنډ دی


د هند وزیراعظم من موهن سنگ ویلی په بو بل د اعتماد کموالی د پاکستان او هند په ملگرتیا کې لوې خنډ دی. د دواړو هیوادونو په منځ کې د کشمیر شخړه د بې اعتمادۍ غټ سبب گنړل کیږي. پاکستان او هند دواړه وائې چې کشمیر دده برخه ده خو یو هیواد هم د بل دعوه نه مني
د هند وزیراعظم من موهن سنگ ویلی په بو بل د اعتماد کموالی د پاکستان او هند په ملگرتیا کې لوې خنډ دی. د دواړو هیوادونو په منځ کې د کشمیر شخړه د بې اعتمادۍ غټ سبب گنړل کیږي. پاکستان او هند دواړه وائې چې کشمیر دده برخه ده خو یو هیواد هم د بل دعوه نه مني

د هند وزیراعظم من موهن سنگ وائې د پاکستان او د هند په منځ کې د اعتماد کموالی د دواړو هیوادونو د ملگرتیا په لاره کې غټ خنډ دی

هند او پاکستان د جولائې په میاشت کې د امن د پاره د خبرو اترو لړۍ بیا شورو کوي خو ددغه خبرو وړاندې، د هند وزیراعظم من موهن سنگ ویلې چې په یو بل باندې د بارو کموالی د پاکستان او هند په منځ کې د ښو تعلقاتو په لاره کې خټ خنډ دی.
د دواړو هیوادونوپه منځ کې د راتلونکو خبرو اترو په حقله من موهن سنگ وویل چې امید لري چې دبې اعتمادۍ ختمولو په موضوع به هم غور ووشي.
د هندي وزیراعظم د خبرو په ځواب کې، د پاکستان د خارجه وزارت ویاند عبدالباسط ویلې چې بې اعتمادي ختمول به د دواړو هیوادونوپه گټه وي او دوي به ووکړی شي چې په خوشحالۍ او سوکالۍ کې د یوبل سره ژوند ووکړي.
هغه وویل چې دغه هدف ترلاسه کولو د پاره دواړه هیوادونه باید د یو بل سره مسلسل رابطې ووساتي.
من موهن سنگ وویل چې په د هند او پاکستان تر منځ راتلونکو خبرو کې به دا مهم کار وي چې د ټولو مسلو په بنیاد خبرې وو‍شي او هغه د دواړو هیوادونو په منځ کې د مناسب اعتماد کمی دی. خو هغه امید څرگند کړوچې د خبرو اترو دا عمل په مخکښې تللی شې.
من موهن سنگ وویل چې پاکستان سره دتعلقاتو ښه کولو د پاره به هرممکن کوشش کوي. هغه زیاته کړه چې هند ترهاغه وخت پورې د خپل ټول صلاحیت سره سم پرمختگ نشي کولی تر څو خپلو گاونډي هیوادونو سره د ملگرتیا تعلقات وو نه لري.
په کال ٢٠٠٨ کې هند د پاکستان سره د خبرو اترو لړۍ په ممبۍ کې د ترهگر بریدونو ورسته وو ځنډوله. خو په ودې ورستۍ ورځو کې د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې تودوالی راغلی دی او د خبرو اترو بیا شورو کولو ژمنې يي کړې دي.
من موهن سنگ د کانگرس گوند د ایتلافي حکومت په واک کې کال پوره کیدو ورسته یوې خبرې غونډې ته وینا کوله.
په تیر یو کال کې د من موهن سنگ حکومت د هیواددننه یوشمیر مسلو سره مخ شوی دی، چې پکښې د خوراکې شیانو په بیعو کې زیاتوالی او د ماؤیسټانو لخوا د تشدد نه ډک یاغیتوب هم شامل دی. حکومت د سیاسي ایتلافیانو په راضي ساتلو کې هم د مشکل سره مخ شوی دی.
خو ددې مشکلاتو باوجود، د هند اقتصاد په مخکښې تللی چې د حکومت په کارکردگۍ د سرخاب نخښه کیدی شي.
من موهن سنگ د خپل حکومت په کار او په اقتصادي ودې اطمینان څرگند کړواو وې ویل چې حکومت به په گرانۍ هم قابو وو مومي.
خو څیړونکې وائې چې د اقتصادي ترقۍ باوجود، په هند کې اوس هم په میلینونو خلک د غربت سره مخ دي.
په یو داسې هیواد کې چې سیاست پکښې د بډو رشوتونه ډک گنړلی کیږي، من موهن سنگ یودیانتداره وزیراعظم دی. خو د هغه ناقدین وائې چې د حکومت اصل اختیار د من موهن سنگ سره نه بلکه د واک من کانگرس گوند مشرې، سونیا گاندې په لاسو کې دی.



Recommended

XS
SM
MD
LG