لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

واشنگټن: اوباما دشمالي کوريا په ضد دممکنه کارروايۍ ملاتړاعلان کړى دى


دامريکاصدر براک اوباما وئيلي دي دجنوبي کوريا دسمندري جهاز پۀ ډوبولو چې دشمالي کوريا په ضد پيانگ يانگ څه رقم گامونه هم اخلي امريکا به يې مکمل ملاتړ کوي.

دسپينې ماڼۍ څخه دگل په ورځ جاري شوي بيان کې وئيلى شوي دي صدر اوباما خپلو پوځي کمانډرانو ته وينا کړې ده چې دجنوبي کوريائي سيالانو سره په گډه په راتلونکي کې دڅه رقم جارحانه گام دځواب ورکولو لپاره تيارۍ باوري کړي.
له دې وړاندې دگل په ورځ دجنوبي کوريا صدر لي ميونگ بک په ټيلي ويژن قام ته پخپله وينا کې وئيلي ؤ حکومت به يې دملگرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه کوي چې بايد په شمالي کوريا بنديزونه ولگوي.
هغه وويل دشمالي کوريا سمندري جهازونو ته به دجنوبي کوريا دحدونو څخه دتيريدو اجازه نۀ ورکول کيږي.
صدر لي دشمالي کوريا سره دټولو تجارتي تبادلو کنگل کولو اعلان هم کړى وخو په گډ صنعتي پارک او دلږ ترلږه په انساني بنيادونو دورکړل کيدونکي امداد په منصوبو به ددې پريکړې اطلاق نۀ کيږي.
شمالي کوريا هم دړکه کړې ده چې کۀ چرې دهغوي په پوله جنوبي کوريا دپروپيگنډې لپاره نشرياتي لاؤډسپيکرې دوباره ۍولگوي نو دبريد کولو په ترڅ کې به يې تباه کوي.
دغه دړکه ديو پوځي کمانډر لخوا ورکړل شوې ده چې راپور يې دشمالي کوريا په سرکاري ميډيا دجنوبي کوريا ددفاع دوزير دهاغه بيان په غبرگون کې ورکړل شوى چې پکې هغه دسمندري جنگي جهاز ډبولو په اړه دشمالي کوريا په ضد داخستل شوؤ گامونو په لړ کې دنشرياتي لاؤډسپيکرو دوباره نصب کولو اعلان کړى ؤ.
ددفاع وزير په نزدې راتلونکي کې دامريکائي پوځ سره په گډه دگډو ابدوزونو دمشقونو شروع کولو خبردارى هم ورکړى ؤ.
دجنوبي کوريا صدر وئيلي دي هيواد يې دپيانگ يونگ لخوا څۀ رقم تيري دځواب ورکولو حق لري خو هغوي دپوځيانوترمينځ دڅۀ رقم تاؤ تريخوالي پلوي نۀ دي.

XS
SM
MD
LG