لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امريکا او روس ترمينځ دجاسوسانو تبادله شوې


د سړې جگړې نه وروسته دامريکا او روس ترمينځ دجاسوسانو تر ټولو سترې تبادلې لپاره دجمعې په ورځ يو امريکائي جهاز لس روسي جاسوسان داسټريليا پايه تخت ويانا ته رسولي دي.

د امريکا نه د ويستل شوؤ دغو لسو روسي جاسوسانو په بدل روس امريکا لپاره جاسوسي کوونکي څلور کسان امريکا ته سپارلي چې روسي صدر هغوي بخښلي دي.
دزيارت په ورځ دنيويارک عدالت ددغو لسو روسيانو دملک بدر کولو حکم کړى ؤ.
دامريکا دخارجه محکمې ديو بيان له مخې ددغو لسو روسيانو په بند کې دساتلو سره دملکي سلامتۍ په اړه کومه ځانگړې گټه نۀ ترلاسه کيده او په دغه تبادله کې دا شرط هم ايښودل شوى چې دغه جاسوسان به بيا هيڅ کله هم امريکا ته نۀ ورځي.
بيان کې وئيل شوي دي دجاسوسانو دراکړې ورکړې په دغه عمل سره امريکا په روس کې بندي هاغو څلورو کسانو ترلاسه کولو کې بريالۍ شوې چې ديوې اوږدې مودې څخه په بندي خانو کې قيد ؤ او دهغوي څخه دځينو صحت هم خراب شوى ؤ.
د روسي جاسوسانو دامريکائي وکيلانو وينا ده هغوي دقصده دامريکائي قوانينو څخه سرغړونه کړې او دلته داوسيدو په ترڅ کې يې دروس لپاره معلومات راغونډول.

XS
SM
MD
LG