لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانوقندهار کې دنیټو په مرکز بریدمنلی


طالبانو په قندهار کې د نیټو په مرکز باندې د برید ذمه واري قبوله کړې

طالبانو په جنوبي افغانستان کې د نیټو تر ټولو لوې پوځي اډې باندې د حملې ذمه واري په غاړه اخستې

د نیټو پوځي ایتلاف په جنوبي افغانستان کې تر ټولو لوې پوځي مرکز باندې د حملې ذمه واري طالبانو په خپل سر اخستې.
د خالي په ورځ شوې برید کې د قندهار په هوائې اډه باندې هوان توغندي او راکټونه ویشتلی شوې ؤ او حمله کونکو د اډې د شمالي حصار د ماتولو ناکامه هڅه هم کړې وه.
نیټو چارواکو ویلې ؤ چې حمله کې د نیټو یوشمیر عسکر او غیر پوځي کارکونکې زخمي شوې دي خود چا د مرگ کوم رپورټ نه پکښې نه ؤ.
د طالبانو یو ویاند ویلې د قندهارپه پوځي مرکزباندې، چې جنوبي افغانستان کې د نیټو د ټولو لویه اډه ده، ددؤو اړخونو نه حمله شوې وه او د ١٥ؤ نه زیات راکټونه پې ویشتل شوې ؤ.
د یوې هفتې نه هم په کم وخت کې طالبانو د نړي والو ځواکونه په دؤو مهمو اډو دوه زړه ورې حملې کړې دي. دتیرې شورو په ورځ، طالبانو د کابل په شمال کې په باگرام هوائې اډه برید ووکړو، چې پکښې یو امریکنی کارکونکی ووژل شو.

XS
SM
MD
LG