لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان دوه امدادي ادارې بندې کړې


افغانستان کې د دوه امدادې ادارې د کار نه ودرولی شوې. ددوې خلاف رپورټ راغلی چې د عیسائیت تبلیغ کوي

افغانستان کې چاوراکو ددؤو عیسائې امدادي ادارو کار په عارضي توگه ددې ورسته بند کړی دی چې یو ټیلي ویژن خپل رپورټ کې ویلې دواړه ادارې د عیسائیت تبلیغ کوي.
د افغانستان د اقتصادي چارووزارت د گل په ورځ ویلې چې د امریکې امدادي اداره چرچ ورلډ سروس او د ناروی اداره چرچ ایډ به تر هاغه وخت پورې کار نه کوي تر څو پورې د دوي خلاف د رپورټ شوې الزاماتو تحقیقات سر ته نه وي رسول شوي.
د وزارت ترجمان صدیق امرخیل ویلې چې حکومت د یوې ادارې خلاف هم تر دا وخت څه ثبوتونه نه لري.
د اتوار په ورځ یو افغان ټیلي ویژن سټیشن خپل رپورټ کې ویلې ؤ چې دواړه ادارې د عیسائیت تبلیغ کوي، چې د افغانستان د قانون ترمخه یو جرم دی او د مرگ سزا پې هم لگیدی شي.
د ناروی امدادي ادارې چرچ ایډ یو بیان کې د عیسائیت د تبلیغ الزامات رد کړې دي او ویلې چې د افغانستان په شمول یو هیواد کې هم د تبلیغ کار نه کوي. تنظیم ویلې چې په افغانستان کې د غریبو خلکو ژوند بهتر کولو د پاره کار کوي اوداسې څه واک نه لري چې د خلکو په مذهبې عقیدو کوم اثر واچولی شي.
د چرچ ورلډ له طرفه په سملاسي توگه څه ردعمل مخ ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG