لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعات : د جماعت الاحرار ویاند اسد منصور ځان پاکستاني چارواکو ته سپارلی دی


پاکستاني مطبوعات وايي د ترهگرې گرځول شوې ډلې جماعت الاحرار ویاند اسد منصور په خپله خوښه چارواکو ته ځان سپارلی دی.

مطبوعاتو ددې خبر په ورکولو کې د کومې ادارې یا چارواکي نوم نه دې ښودلی او نه یې څه نیټه ورکړې ده خو وايي دا کار په ډیره اسماعيل خان ښار کې وشو.

د ځيني مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په اسد منصور د ترهگرۍ د یو شمېر پېښو تورنه دي او هغه په جماعت الاحرار کې د غړي جوړیدلو څخه وړاندې په ترهگر گرځول شوې ډلې تحريک طالبان کې غړی وو.

مطبوعات وايي د اسد سره دهغه دوه نور ملگري هم وو او دويي خپله وسله هم ورکړې ده.

د اسد منصور څخه د مخه د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان هم ځان پوځي چارواکو ته سپارلې وو.

د احسان په حقله د پاکستان پوځ ويلي وو چې دهغه سلامي کیدل لویه گټه.

د یو کال موده تیریدلو ورستو هم په احسان کومه مقدمه نه ده جوړه کړې شوې.

په کال ٢٠١۴ کې په ١٦م دسمبر په پېښور کې د سکول ١۴۴ ماشومانو وژلو زمواري احسان الله احسان په یو بیان کې اخستې وه هغه ويلي وو دا کار طالبانو کړې دی.

د ارمي پبلک سکول د وژل شوو ماشومانو میندې پلرونه وايي دويي سره ویره ده پوځ به احسان ته عفه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG