لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسفندیار ولي خان : ورانکارو سره د خبرو لپاره درې شرطونه وړاندې کړي


اسفندیار ولي خان وویل په زور یې څوک هم خبرو ته کېښنولې نه شي.

د عوامي نېشنل پارټۍ صدر اسفندریار ولي خان ویلي په جوماتونو او جنازو باندې حمله کونکو سره په دریو شرطونو خبرو اترو ته تېار دې.|
اسفندیار وویل دغه به د حکومت واک تسلېموي، تشدد ته به بد وایي او پاکستان کې دننه او بهر به په خاروه خارجیانو ته ځایې نه ورکوي او نه به یې خاوره د بل کوم هېواد پرضد د ترهگرۍ لپاره کاروي.
په خېبر پښتونخوا او مرکز کې د واکمن عوامی نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وویل په زور یې څوک هم خبرو ته کېښنولې نه شي.
هغه د وران کارو لپاره د طالب یا القاعده نوم اخستلو نه ډډه وکړه خو وې ویل دغه خلک د اسلام په نوم جوماتونه په بمونو الوزوي.
جنازو کې بمونه خلاصوي او د پښتنو مشرانو دښمنان دي.
د پېښور نشترهال کې د خپل پلار خان عبدالولي خان د مرگ پېنځمې کلېزې او د باچا خان 23مې کلېزې ته د وینا په وخت نوموړي وویل کراچۍ کې پوښتون یو حقیقت دې او لساني ډلې ایم کیو ایم ته به دغه حقیت منل وي.
هغه په غونډه کې په سند صوبه کې د گوند د مشر شاهی سېد کلک ملاتړ وکړو او وې ویل گوند د شاهي سېد سره پورا لورا ولاړ دی.
اسفندیار ولي خان په خپله وینا کې نور څه ویلي تاسو یې هم د ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله په دې رپوټ اوریدې شۍ.

XS
SM
MD
LG