په هغه اېشیايي هیوادونو کې چرته چې د کرونا وبا د روان کال په اخیره کې زیات زور نیولی دغه هیوادونو د خپلې تیرې تجربې په اساس خپل اقتصادونه سم ساتل غواړي اود کرونا زیاتو اغیزمنو سیمو د چارواکو په وینا دغلته په ځانګړې ډول سخت ګامونه پورته کوي.
هانګ کانګ، جاپان، ملایشیا، جنوبي کوریا، تایوان اوویتنام کې د نومبر د نیمايي نه د کرونا د زیاتو پېښو رپورټونه شورو شوي وو کله چې دغلته یخني زیاته شوه. او د کرونا د زیاتو اغیزمنو سیمو نه خلکو هغه سیمو ته سفرونه کړي چرته چې وبا کمه وه. په یادو هیوادونو کې د راوان کال نیمايي کې د کرونا شمیرې د دغې وبا د خوریدو په مقابله کې کمې وې.
په یادو هیوادونو کې اوس د صحت چارواکي بې د کاروبارونو یا تجارتونو تړلو په اغیزمنو سیمو کې خلکو ته په کور د پاتې کیدو، د ناروغانو د قرنطین کولو، د هغو سره نژدې کسانو معلومولو او په اولسي ځایونو کې د ۶ فټه فاصله په سختۍ سره عملي کولو حکمونه کړي. دغلته لا هم د نړیوالو سېلګرو لپاره پولې تړلي دي.
د دغه سیمو خلک بیا د دغه حکومتي احکاماتو نه شکایت کوي او وايي چې د مجموعې د ښه والي لپاره شخصي ازادی د پامه غورځول شوې. د ویتنام په یوه هوټل کې کارکونکي یوې مېرمنې وي او ای ته ویلي، ٫٫ که ستاسو د کورنۍ یو تن چرته تللی وي نو ستاسو ټول ګاونډیان به ترې خبر وي. که په تاسو څه چل شوی وي نو ستاسو ګاونډیان بیا پولیس او د صحت چارواکي خبروي.٬٬
په ویتنام کې د کرونا ۱۳۶۶ کېسونه رپورټ شوي او ځايي میډیا د ویتنام هوايي شرکت (ویتنام اېیر) کارکونکو ته ګوتې نیسي چې دوي د قرنطین سرغړونه کړې وه او د جاپان نه د راستنیدو وروسته یې دغه موده یواځې نه وه تیره کړې. د دغې پېښې وروسته چې کله درې نورو کسانو کې د کرونا پخلی وشو نو حکومتي پلټنې هم اعلان شوې وې. په تاېوان کې د وبا ګانو د خوریدو د مخنیوي مرکز په نومبر کې اعلان کړی وو چې د دسمبر میاشتې د لومړې نېټې نه به په بازارونو، مالونو، سکولونو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې هر یو تن خامخا ماسک په مخ کوي. که څه هم دغلته زیاتو خلکو د وړاندې نه ماسکونه په مخ کول نو د ډیرو لپاره دغه د عادت بدلیدو څه خبره نه وه.
د تاېوا چارواکو د دسمبر میاشتې په دوو ورځو کې ۷۱۶ نوي کېسونه رپورټ کړي وو او حکومت تور لګولی چې دغه ټول د بهر نه راوړل شوي. د مارچ د میاشتې نه د تاېوان لخوا تړل شوي پولې لا هم هغه شان بندې دي.
په ملاېشیا کې ځايي خلک یو ځلې بیا د حکومت سره په ګډه د نوي ټول بند لپاره تیارۍ نیسي. په دغه هیواد کې د مارچ دمیاشتې نه د جون د میاشتې پورې سخت لاک ډاون یا ټولبند عملي شوی وو. د ملایشیا یو چارواکي ابراهیم صوفیان ویلي، دا ځلې د میډیا لخوا د مسلسل خبرونو له سببه د وبا په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې دي. او د خلکو لخوا حکومتي ګامونو سره مرستې د ۶۵ فیصده نه ۸۰ فیصده ته زیاته شوې او د ملیشیا ۹۰ فیصده خلک د حکومت لخوا ورکړل شوي حکمونه عملي کوي.
د جاپان په یخو سیمو کې د نومبر میاشتې په اخیره کې د ورځې په حساب د کرونا پېښې د ۲ زرو نه زیاتې شوې وې او د مهال ۲۵۰۰ ته رسیدلي، خو جاپانیان په مجموعي توګه حکومتي مشورې یا حکمونه مننونکو په توګه پېژندل کیږي. په جنوبي کوریا کې د نومبر میاشتې په اخیره کې تر ۵۰۰ پورې کېسونه رپورټ کیدل چې دغه شمیره د مارچ د میاشتې راپه دېخوا په لومړي ځل دومره زیاته شوې. هم تیره میاشت کوریايي چارواکو په ګرد هیواد کې بیرته د هغه ټولنیز واټن او په کور د پاتې کیدو بندیزونه عملي کولو بیا غور کوو کوم چې یې د وبا په شورو کې لګولي وو. په هانګ کانګ بیا د یخنې زیاتیدو وروسته هره ورځ د ۵۰ نه تر ۱۰۰ پورې ناروغان رپورټ کیږي. په هانګ کانګ کې سکولونه تړل شوي او په هوټلو کې په ګڼو ګوڼو جوړولو بندیز دی. د هانګ کانګ اوسیدونکي د حکومتي کنټرول د حکمونو منلو سره عادت دي او داسې خلک ډیر کم لیدل کیږي چې دغه حکومتي احکامات مات کړي او بهر وګرځي.