لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصمه جهانگيرد حسين حقاني لپاره وکالت څخه انکار کړى


جهانگير وويل حسين حقاني انديښنه لري کيدى شي طاقتورې جاسوسي ادارې به هغه په بيان ورکولو مجبور کړي، او په وزيراعظم هاؤس کې دپاتې کيدو علت هم دغه انديښنه وه
جهانگير وويل حسين حقاني انديښنه لري کيدى شي طاقتورې جاسوسي ادارې به هغه په بيان ورکولو مجبور کړي، او په وزيراعظم هاؤس کې دپاتې کيدو علت هم دغه انديښنه وه

د پاکستان نوميالۍ وکيلې عاصمه جهانگير داتوار په ورځ په لانجمن خط يا ميموکيس کې امريکا کې دپاکستان دپخواني سفير حسين حقاني لپاره دوکالت کردار ادا کولو څخه انکار کړى.
عاصمه جهانگير وئيلي دي چې دسترې محکمې لخوا په جوړ کړل شوي کميشن هغه باور نۀ کوي او تور يې ولگولو چې د سپريم کورټ ججان د اسټيبلشمنټ داثر لاندې دي.
عاصمه جهانگير دپاکستان ډان نيوز سره يوه ځانگړې مرکه کې عاصمه جهانگير وويل حسين حقاني انديښنه لري کيدى شي طاقتورې جاسوسي ادارې به هغه په بيان ورکولو مجبور کړي، او په وزيراعظم هاؤس کې دپاتې کيدو علت هم دغه انديښنه وه.
هغې زياته کړه چې په ميمو پيټيشن دسپريم کورټ فيصله دهيواد داسټيبلشمنټ لپاره فتحه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG