لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وکي ليکس ويب پاڼې مشر لندن څخه نيول شوى دى


د وکي ليکس ويب پاڼې مشر لندن څخه نيول شوى دى
د وکي ليکس ويب پاڼې مشر لندن څخه نيول شوى دى

د امريکې دسفارتي دستاويزاتو ښکاره کوونکې ويب پاڼې وکي ليکس مشر جولين اسانج پوليسو دلندن څخه نيولى دى.
په لندن کې دميټرو پوليټن پوليسو وينا ده اسانج دسويډن لخواد جاري کړل شوي اروپائي وارنټ په اساس نيول شوى دى.
39 کلن جولين داسټريليا قوميت لرونکى وگړى دى او هغه په لندن کې ميټرو پوليټن پوليسو نيولى دى
په اسانج په سويډن کې په دوؤ ميرمنو دجنسي تيري تور هم دى چې نوموړى يې ردوي.
دلندن پوليسو لخوا جاري کړل شوي بيان له مخې ښاغلى اسانج چې 39 کاله عمري لري او داسټريليا اوسيدونکى دى هغه پوليسو په لندن کې پوليس سټيشن ته دتپوس پوښتنو لپاره غوښتى ؤ خو وروستو اسانج ونيول شو.
جولين اسانج به هم دنهې په ورځ دويسټ منسټر مجسريټ عدالت ته وړاندې کولى شي.
وکي ليکس اوس اوس په زرگونو خفيه دستاويزات خپارۀ کړي دي چې دهغې څخه زياتره په بيلا بيلو هيوادونو کې دميشتوامريکائي سفيرانو لخوا واشنگټن ته ليږدول شوې سفارتي مراسلې دي.
دامريکې دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دوکي ليکس لخوا دخفيه سفارتي دستاويزاتو دخپرولو عمل نۀ يواځې په امريکا بلکې په ټولې نړيوالې ورورولۍ بريد گرځولى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG