د امریکې د ټېسېنسي ریاست په نېشوېل ښار کې په یو های سکول کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ډزو کې پولیس وویل لږ تر لږه دوه کسان زخمیان شول.
د نېشوېل د پولیس ترجمان (نې) وویل په صورتحال قابو موندل شوی دی.
پولیس په اېنټي اوک نومې های سکول کې په ډزو کې د لګېدلو کسانو د حالت په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي.
پولیس وویل یو تن په دوو کسانو ډزې وکړې او بیا يې ځان وويشتلو.
په سکول کې قریباً ۲۰۰ ماشومان زدکړې کوي او استاذانو مېندو پلرونو ته ویلي چې کورونو ته ماشومان بوتلو دپاره دې سکول ته نه ورځي او د سکول بسونه به يې کورونو ته زدکونکي بوځي.
په کال ۲۰۲۳ کې د نېشوېل ښار په یو شخصي سکول کې په ډزو کې درې ماشومان او درې د لوی تن کسان وژل شوي وو.
Forum