لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي کې د زلزلې د لاسه د مړو شوو تنانو شمیره ۲۷ ته ورسیدله


د ترکي په ازمیر صوبه کې تیره ورځ د زورورې زلزلې وروسته امدادي کارکونکي د تباه شوو ودانیو نه د خلکو راویستلو په عملیاتو کې بوخت دي.

د جمعې په ورځ راغلې زلزلې د ترکي دریم لوې ښار او دغې ته نژدې د یونان یو ټاپو کې سخت زیان اړولی. د جمعې په ورځ‌شوې دغه زلزله کې د مړو شمیره ۲۷ او د ژوبلو شمیره ۸۰۰ ته رسیدلې.

په استنبول کې د زلزلو په اړه د څیړنو یو مرکز مشر هالوک اوزینیز ترمخه امزیر په دغه زلزله کې تر ټولو زیاته اغیزمنه او متاثره سیمه ده. د ازمیر ګورنر بیا ویلي،

د زلزلې وروسته د لسو عمارتونو او څلورو لویو ودانیو د ملبې نه ۷۰ تنه راویستل شوي. د زلزلې وروسته د ۴ میلینه ابادۍ په ازمیر کې خلک په لارو کوڅو کې په منډو او چغو لیدل شوي.

د یونان په ساموس جزیره کې دوه کسان یو دېوال د غورځېدو له امله مړه شول. په جزیره کې لږ تر لږه ۱۹ نور کسان زخمیان شوي‌ دي.

د زلزلې مرکز د ترکي د ساحل نه ۳۲ کلومیټره لرې او د سامو جزیرو نه ۱۳ کلومیټره لرې دی. د امریکا د جیالوجېکل سروی تر مخه د زلزلې زور ۷.۰ مېګنیچیوډ وو. د زلزلې وروسته هم په دغه سیمه کې وړې جټکې راغلي.‌

د یونان سرکاری ټي وي تر مخه د زلزلې وروسته د وړې پیمانې سمندري توپان (سونامي) هم راغلې چې ودانیو ته یې زیانونه اړولي. په ټولنیزو رسنیو خپرو شوو ویډیو ګانو کې لوۍ کشتۍ د ښار په کوڅو کې ښودل شوي. د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په برتانیه او بلغاریه کې هم دغه زلزله احساس شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG