لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې په 24 ساعتونو کې د اسرایل په بریدونو کې لږ تر لږه 70 تنه وژل شوي دي


فلسطیني ډاکټرانو د شنبې- خالي په ورځ وویل، په غزه کې د اسرایلي پوځ په بریدونو کې په تېرو څلرویشت ګنټو کې لږ تر لږه 70 کسان وژل شوي دي، خو بلې خواته منځګړو د دې 15 میاشتنۍ جګړې د ختمولو لپاره د ډزبندۍ نوې هڅې پیل کړې دي.

ډاکټران او د غزې اوسیدونکي وایي، لږ تر لږه 17 کسان په غزه کې پر دوه کورونو باندې په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي، وایي لومړی برید سهار وختي د الغوله کورنۍ پر کور باندې وشو.

د غزې د دفاع مدني تنظیم د شنبې- خالي په ورځ وویل، د فلسطین پر خاوره د اسرايل په تازه بریدونو کې د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 31 کسان وژل شوي دي.

د یوې اغېزمنې کورنۍ یو ګاونډی احمد عیان وایي، په دې کور کې 14 یا 15 کسان اوسېدل، هغه رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"ماسپښین شاوخوا دوې بجې موږ د یوې لویې چاودنې په ږغ له خوبه راویښ شو، په کورنۍ کې ډېری ښځې او ماشومان دي، دوی ټول ملکي وګړي دي، هلته داسې څوک نه شته چې میزایل یې ویشتلي وي او یا دې له مزاحمت کوونکو څخه وي".

ځایي خلکو تر خاورو خځلو لاندې د ممکنه ژوندي پاته کسانو د را ایستلو هڅې وهلې او ډاکټرانو ویلي په وژل شویو کې څو ماشومان هم شامل دي. له دې بریده څو ساعته وروسته هم په تباه شویو کورونو کې له سوځېدلیو فرنیچرو لمبې او لوګي را پورته کېدل.

د اې ایف پي په عکسونو کې د غزې ښار د شجاعیه سیمې اوسېدونکي له هغو خاورو خځلو څخه د تېرېدو په حال کې لیدل کېږي چې ترې لوګي پورته کېږي. په عکسونو کې لیدل کېږي چې د کوچنیو ماشومانو په ګډون د وژل شویو کسانو مړي په سپینو کفنونو کې پر مځکه پراته دي.

د اسرایل پوځ سمدستي د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د شنبې- خالي په ورځ د غزې په ښار کې پر یوه بل کور په جلا برید کې پینځه تنه وژل شوي دي، خو د فلسطین د بیړنیو شهري خدمتونو ادارې ویلي، امکان لري چې لږ تر لږه 10 تنه نور دې هم تر خټو لاندې بند پاته وي.

د اسرایل پوځ مخکې ویلي وو، د دوی ځواکونو په روانه اوونۍ کې د بیت حنون په شمالي څنډه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی او دعوه کوي هغه پوځي کمپلکس یې ویجاړ کړی دی چې حماس ترې کار اخیسته. اسرایلي پوځ له تېرو درو میاشتو راهیسې په دې سیمه کې عملیات کوي.

په غزه کې ډاکټرانو وویل، لږ تر لږه شپږ نور فلسطینیان د شمالي غزې په جبالیه ښار او دیر البلاح مرکزي ښار ته نیژدې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا چارواکو وویل، د شنبې- خالي په ورځ ورځ د وژل شویو کسانو له شمېر سره له جمعې راهیسې د وژل شویو 70 ته رسېدلی دی.

د ډزبندۍ لپاره هڅې

د اسرایلي ځواکونو له بریدونو سره سره د اسرایل او حماس تر منځ په جګړه کې ډزبندۍ ته د رسېدو لپاره هڅې روانې دي چې مقصد یې د امریکې د منتخب ولسمشر ډنلډ ټرمپ د واک تر سمبالولو مخکې د اسرایلي یرغمل شویو کسانو بیرته راستنېدل دي.

د اسرایل مذاکراتي پلاوی د قطر او مصري استازو په منځګړتوب دوحې ته د خبرو د بیا پیل کېدو لپاره لېږل شوی دی او د امریکې د صدر جو بایډن انتظامیې- چې د خبرو په منځګړیتوب کې مرسته کوي- د جمعې په ورځ له حماس ډلې وغوښتل یو تړون ته دې ورسیږي.

حماس ډلې ویلي دي چې ژر تر ژره یو تړون ته رسېدو ته ژمن دی، خو څرګنده نه ده چې دواړه لوري څومره د یو بل غوښتنو منلو ته نیزدې شوي دي.

د حماس ډلې یوه اعلی چارواکي باسم نعیم ویلي، د دغو مذاکراتو بنیادي تمرکز په غزه کې پر دایمي ډزبندۍ او له دغې محاصره شوې سیمې څخه د اسرایلي ځواکونو پر وتلو باندې وو.

قطر، مصر او امریکا د ډزبندۍ د روانو هڅو منځګړیتوب کوي او له څو میاشتو راهیسې غواړي د اسرایل او حماس ډلې تر منځ مخامخ خبرو اترو ته لاره برابره کړي، خو دغو هڅو په غزه کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره لا کومه نتیجه نه ده ورکړې.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي، له څه باندې یو کال راهیسې د اسرایل د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه 45,717 فلسطینیان وژل شوي او 108,856 نور ټپیان شوي دي. 2.3 میلینه خلک بې ځایه شوي‌ دي.

دا جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شو چې د حماس په مشرۍ وسلوالو پر اسرایل په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او شاوخوا 200 نور یې یرغمل کړل، چې لا هم شاوخوا سل تنه په غزه کې دي او ویل کېږي چې ډېر یې وژل شوي دي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG