لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په مکه کې د اُور لګېدو په پېښه کې اته پاکستانيان مړه شوي


د مارچ په میاشت کې سعودي عرب ته عمرې له د تللو کسانو بس د حادثې سره مخ شوی او په دغه پېښه کې 20کسان مړه شوي او 29 نور ژوبل شوي وو
د مارچ په میاشت کې سعودي عرب ته عمرې له د تللو کسانو بس د حادثې سره مخ شوی او په دغه پېښه کې 20کسان مړه شوي او 29 نور ژوبل شوي وو

د سعودي عرب په مکه ښار کې په يو هوټل کې د اُور لګېدو په پېښه کې اته پاکستانيان چې عمرې له تللي وو، مړه شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په پېښه کې د اتو کسانو د مړينې تاييد کړی دی خو د مړه شوو کسانو په اړوند نور تفصيل نه دی ویل شوی.

د راپورونو ترمخه پېښه د مکه مکرمې په شاهراه ابرهيم خليل په يو هوټل کې رامنځته شوې ده.

راپورونه وايي د مکې په هوټل کې مړه شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

د سعودي عرب چارواکو تاييد کړې چې پېښه د زيارت او جمعې په مينځنۍ شپه کې شوې ده.

ويل شوي په لومړو پلټنو کې معلومه شوې چې په مړه شوو کسانو کې سړي او ښځې شامل دي او د دوی تعلق د پاکستان د پنجاب صوبې د قصور علاقې سره دی.

په سعودي عرب کې د پاکستان د سفارتخانې چارواکو ویلي چې د پېښې په اړوند د سعودي عرب د چارواکو سره په تماس کې دي.

ویل شوي د اُور د زياتوالي له امله په مړه شوو کسانو کې د ځينو د جسدونو حالت داسې دی چې پېژندګلو یې نه کيږي د هغو به ډي اېن اې معاينه کولی شي.

د مارچ په میاشت کې سعودي عرب ته عمرې له د تللو کسانو بس د حادثې سره مخ شوی او په دغه پېښه کې 20کسان مړه شوي او 29 نور ژوبل شوي وو.

هغه وخت ویل شوي وو د خمیس مشیط نه د عمره کوونکو کسانو بس مکې ته روان وو چې په لاره کې یې بریک فېل شو او د یو پل سره په ټکر شوی او بيا پرې اُور لګېدلی وو.

سعودي عرب ته هر کال د پاکستان په ګډون د ګردې نړۍ نه د لکونو په شمېره کې کسان عمرې او حج له ځي.

سږ کال هم د پاکستاني چارواکو په خبره نزدې يو لک او 70000 کسان به د پاکستان نه سعودي عرب ته حج له ځي.

[خبر د وي او اې اردو په مننه]

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG