لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو د طالبانو نوی "اخلاقي قانون" غندلی او د ختمېدو غوښتنه یې کړې


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په لسګونو سفیرانو د جمعې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وروستی "اخلاقي قانون" په کلکه غندلی چې په هیواد کې د ښځو او نجونو حقونه نور هم تر پښو لاندې کوي او د دې قانون د بیرته ختمولو غوښتنه یې کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې مشن د مطبوعاتو دفتر د ستمبر پر شپږمه هغه اعلامیه خپره کړې چې په ‌امنیت شورا کې د جاپان دایمي استازي کازیوکي یامازاکي خپره کړې ده.

جاپان دا مهال د امنیت شورا د روانې دورې مشري کوي او سفیر یې د امنیت شورا د درو دایمي غړو امریکې، فرانس او برتانیې په ګډون د دې شورا د 12 هېوادونو په استازیتوب ویلي، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف قانون په عملي کېدو ډېره اندېښنه لري.

د جاپان دایمي استازي کازیوکي یامازاکي په دې اعلامیه کې ویلي، افغان مېرمنې او نجونې ورځ په ورځ د خپل راتلونکي په اړه ناهیلې کیږي او موقعې بایلي چې وایي دا دوی ته د منلو وړ نه ده:

"پر موجوده فرمانونو سربېره، دا نوی لارښود د خلکو پر شخصي کړنو پراخ او اوږدمهاله محدودیتونه لګوي او څارونکو [اخلاقي پولیسو] ته د عملي کولو پراخ واک ورکوي، په دې توګه هغه بندیزونه لا زیاتوي چې د ټولو افغانانو د بشري حقونو پر خوند اخیستلو له مخکې لګېدلي او د منلو وړ نه دي".

له جاپان سره سره ایکواډور، فرانس ګیانا، مالټا، موزمبیق، سیرالیون، سلووینیا، سویټزرلېنډ، کوریا، برتانیې او امریکې هم وروسته له هغه د دې اعلامیه ملاتړ وکړ چې ښاغلي یامازاکي د خبریالانو په وړاندې ولوستله.

د امنیت شورا هغه غړي چې د طالبانو د نوي اخلاقي قانون په ضد د جاپان د وړاندې شوې اعلامیې ملاتړ یې نه دی کړی په هغوی کې الجزایر، چین او روس شامل دي.

امنیت شورا څو ورځې وړاندې د دې قانون په مخالفت کې یوه اعلامیه ترتیب کړې وه، خو دا اعلامیه د روس او چین له مخالفت سره مخامخ شوه. امنیت شورا هغه مهال د دغو هېوادونو نومونه نه وو یاد کړي، خو ویلي یې وو چین او روس وايي دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک هم یو ځل بیا په افغانستان کې د روان بشري حالت په ځانګړي ډول د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د نافذیدو وروسته د افغان میرمنو او نجونو بشري حالت باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي ددغه حالت د ښه کیدو لپاره هڅې کوي.

سټیفن دوجریک د ستمبر پر شپږمه د ملګرو ملتونو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په جواب کې وویل چې په افغانستان کې د ملګروملتونو پاملرنه د انکشافي پروګرامونو، بشري مرستو چمتو کولو او د سیاسي کار له لارې د افغانانو د ژوند ښه کولو ته ځانګړې شوې ده.

سټیفن دوجاریک وویل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې به ژر نیویارک ته سفر وکړي او د دغه هیواد د حالت په اړه به د امنیت شورا ته معلومات وړاندې کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف قانون چې څلور فصله او 35 مادې لري د تیرې اګست میاشتې په 21 مې د طالبانوا نصاف وزارت خپور کړ چې له مخې یې پر افغانانو په ځانګړي ډول پر ښځو باندې په ورځني ژوند کې نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

ددغه قانون په 13مه ماده کې د ښځو په ږغ سندرې، نعتونه او قرأت او په مجموع کې په عامو ځایونو کې په لوړ اواز یو څه ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

د طالبانو حکومت چې په رسمي توګه لا کوم هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د ملګرو ملتونو په مشرۍ پر خپل نوي‌ اخلاقي قانون د بهرنیانو نیوکې غندلې دي او دا یې یو جارحانه عمل بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویل، "غیر مسلمانان باید لومړی ځان په اسلامي قوانینو پوه کړي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي". وایي "کله چې له پوهېدو پرته ورباندې اعتراض راپورته شي، دا موږ اسلامي شريعت ته سپکاوی ګڼو."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG