لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور : پوليوڅاڅکي ورکوؤنکي ټيم باندې ډزو کې يو پوليس وژل شوی


د خيبرپښتونخوا په بېلابيلو علاقو کې وړاندې هم د پوليو څاڅکو اچوؤنکو ټيمونو باندې بريدونه شوي دي ، او مرگ ژوبله يې اړولې ده .
د خيبرپښتونخوا په بېلابيلو علاقو کې وړاندې هم د پوليو څاڅکو اچوؤنکو ټيمونو باندې بريدونه شوي دي ، او مرگ ژوبله يې اړولې ده .

پېښور سره نزدې نامعلومه وسله والو د پوليو څاڅکي ورکوؤنکي ټيم باندې ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې د ټيم په حفاظت مامور يو پوليس مړ او بل ژوبل شوې دې .

پېښور ـ د خيبر پښتونخوا سرښار پېښور سره نزدې نامعلومه وسله والو د پوليو څاڅکي ورکوؤنکي ټيم باندې ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې د ټيم په حفاظت مامور يو پوليس مړ او بل ژوبل شوې دې .
د پوليس چارواکو ترمخه دغه پېښه د پېښور سره نزدې د بډهـ بېرې په بهادر کلي کې هغه وخت رامنځته شوې چې کله د پوليو څاڅکي ورکوؤنکې ټيم په علاقه کې ماشومانو ته څاڅکي ورکول . په دغه مهال نامعلومه وسله والو په دويې ډزې کړي ، او د ډزو په ترڅ کې د پوليو د ټيم په حفاظت ماموريو پوليس په دغه ځايې ژوند د لاسه ورکړی او بل ژوبل شوی دی .
راپورنو ترمخه د ډزو وروسته حمله کوؤنکي په تېښته کې بريالي شوي دي . پوليس وايې د بريد کوؤنکو د لټون دپاره يې په علاقه کې عمليات پېل کړي دي .
د خيبر پښتونخوا د صحت د محکمې لخوا د پوليو د مخ نيوې ادارې چارواکي ډاکټر جانباز اپريدي وئيلي د پېښې وروسته به د پېښورډپټي کمشنر دا پرېکړه کوي ، چې په علاقه کې د پوليو څاڅکو اچولوعمل ته دوام ورکړی شي يا وځنډول شي .
د خيبرپښتونخوا په بېلابيلو علاقو کې د دې نه مخکې هم د پوليو څاڅکو اچوؤنکو ټيمونو باندې بريدونه شوي دي ، او مرگ ژوبله يې اړولې ده .
راپورونو ترمخه پاکستان کې په روان کال کې تراوسه پورې د پوليو ۶۴ کېسونه مخې ته راغلي دي ، چې پکې زياتره په خيبر پښتونخوا او قبائلي سيمو کې رامنځته شوي دي .
د سرکاري شمېرې ترمخه خيبرپښتونخوا کې د پوليو په روان کمپائن کې گڼ شمېر خلکو خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی . او د انکار کوؤنکو زياته شمېره په مردان ضلع کې مخې ته راغلې ده .
پاکستان په نړۍ کې د پوليو سره مخ هېوادونو کې په درېم نمبر دی ، چرته چې پوليو نه ده قابو کړی شوې .
نړۍ کې نائجيريا په وړومبي او افغانستان په دويم نمبر هغه هېوادونه دي چرته چې د پوليو جراثيم شتون لري .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG